په سمرقند کې د شانګهای غونډه؛ د داعش د نوې ټکنالوژۍ کارولو په اړه اندېښنې

د ملګرو ملتونو، روسیې او طالبانو چارواکو د ازبکستان په سمرقند ښار کې د «شانګهای پلس» امنیتي غونډې پر مهال د داعش د خراسان څانګې د ګواښونو د زیاتېدو او د ترهګرو ډلو له خوا د نوې ټکنالوژۍ، په ځانګړي ډول د بې‌پیلوټه الوتکو، مصنوعي ځیرکتیا او ټولنیزو شبکو د کارولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ګډونوالو همدارنګه د هغو انفرادي بریدګرو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د «یوازیني لېوه» (لون ولف) په نوم یادېږي.

د «شانګهای پلس امنیتي خبرو اترو» لومړنۍ کارپوهانه غونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځو (۱۴ او ۱۵ لړم) د ۲۴ هېوادونو د ۳۳ پلاوو او د پنځو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون، د ازبکستان د دولتي امنیتي خدمتونو د مشر بهادر قربانوف په مشرۍ جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوالو د «ډیجیټلي فضا د ترهګریزو ګواښونو» پر وړاندې د مبارزې لپاره د پولو هاخوا د همکارۍ، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د مخنیوي د لارو چارو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، الکساندر زویف، خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګې پرمختللو وسایلو، په ګډون بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی پیدا کړی او له مصنوعي ځیرکتیا څخه په ګټې اخیستنې د خپلو تبلیغاتو د ژباړې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ژبو د خپرولو چارې ترسره کوي.

هغه د انټرنېټ له لارې د نویو کسانو د جذبېدو زیاتوالي ته په اشارې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د بریدونو تر ترسره کېدو وروسته د غبرګون پر ځای، د هغو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق په دې غونډه کې ادعا وکړه چې داعش د اړیکو، مالي سرچینو برابرولو او تبلیغاتو خپرولو لپاره له ټیلیګرام، ټیک‌ټاک او نورو ډیجیټلي پلاتفورمونو څخه کار اخلي.

هغه له دغو شرکتونو وغوښتل چې د داعش د فعالیتونو د پېژندلو او مخنیوي لپاره له طالبانو سره «استخباراتي او تخنیکي همکاري» وکړي.

وثیق دا خبرداری هم ورکړ چې داعش ښايي له مصنوعي ځیرکتیا څخه د زهري موادو او وژونکو وسلو د برخو د جوړولو د لارو چارو د زده‌کړې لپاره ګټه واخلي.

د غونډې په بله برخه کې د روسیې د بهرني استخباراتي خدمتونو د مشر مرستیال، میخایل ماکسیموویچ، د «یوازینیو لېوانو» په نوم د نویو انفرادي ترهګرو د راڅرګندېدو په اړه خبرداری ورکړ.

د هغه په وینا، دغه کسان ښايي د کوم ځانګړي دین یا ایډیالوژۍ پر بنسټ نه، بلکې د نهیلیزم او ویجاړۍ غوښتنې تر اغېز لاندې تاوتریخوالي ته مخه کړي.

ماکسیموویچ همدارنګه وویل: «نړیوالې ترهګرې ډلې د بې‌پیلوټه الوتکو د کارولو د ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو لپاره له اوکراین سره همکارۍ ته مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا ښيي.»

د ازبکستان د دولتي امنیتي خدمتونو مشر، بهادر قربانوف، اعلان وکړ چې په ۲۰۲۶ کال کې په دغه هېواد کې له ۴۹ زرو ډېر انټرنېټي ادرسونه او سرچینې پېژندل شوې دي چې د «افراطي او ترهګریزو» مطالبو درلودونکې وې.

هغه وویل چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

قربانوف د معلوماتو د تبادلې او له ټکنالوژۍ شرکتونو سره د همکارۍ لپاره د یوه «نړیوال پلاتفورم» د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د شانګهای د همکاریو سازمان عمومي منشي، نولان یرمک‌بایف، هم پر امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ پر اقتصادي او ټولنیزو عواملو د پاملرنې ټینګار وکړ.

هغه وویل: «امنیت له پرمختګ څخه نه شي جلا کېدای او د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له حل پرته دوامدار امنیت نه شي تأمینېدای.»

نوموړي د سایبري امنیت، د مهمو بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې او د سایبري جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د کارپوهانو ترمنځ د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

د طالبانو د استخباراتو رییس په داسې حال کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره له ټولنیزو شبکو څخه د استخباراتي همکاریو غوښتنه کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو څو ځله په رسمي ډول په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیتونه رد کړي دي.

خو داعش بیا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خپل حضور او فعالیتونو خبر ورکړی او د طالبانو او ملکي وګړو پر ضد یې د لسګونو بریدونو مسوولیت منلی دی. په دغو بریدونو کې د شیعه‌ګانو اړوند مرکزونه هم په نښه شوي دي.

د طالبانو پر چارواکو په وروستیو بریدونو کې داعش د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشر ذبیح‌الله امیري او په فیض‌آباد ښار کې د دې ډلې د ښاروال حبیب‌الرحمن منصور د وژلو مسوولیت هم منلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته