د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال صدر اعظم عثماني په مشرۍ ازبکستان ته تللی، څو له ازبکستاني چارواکو سره د کرنې، مالدارۍ او خوراکي توکو د پروسس په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سفر به د نومبر میاشتې تر ۱۲مې نېټې دوام وکړي.
که څه هم د سفر موخه د اقتصادي او تخنیکي اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې، خو لا څرګنده نه ده چې دا لیدنې به د افغانستان د کرنې او مالدارۍ پر وضعیت څومره عملي اغېز ولري.
ټاکل شوې د طالبانو پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړهلیکونو د عملي کېدو په اړه هم خبرې وکړي.
