د پاکستان الفلاح بانک اعلان کړی چې خپلې شتمنۍ یې غضنفر بانک ته پلورلې او په دې توګه یې له شاوخوا دوو لسیزو فعالیت وروسته په بشپړ ډول له افغانستانه خپل فعالیتونه پای ته رسولي دي.
د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه بانک خپلو ونډهوالو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا معامله د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د وروستیو اسنادو له لاسلیک، د افغانستان او پاکستان د مرکزي بانکونو له تایید او د نورو اړینو شرایطو له پوره کېدو وروسته بشپړه شوې ده.
الفلاح بانک ویلي چې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو له دې معاملې سره موافقه کړې او دغه بانک ته یې اجازه ورکړې چې خپلې شتمنۍ غضنفر بانک ته وپلوري او ولېږدوي.
د پاکستان الفلاح بانک په ۲۰۰۵ کال کې په کابل کې د یوې څانګې په پرانیستلو سره په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی و. دغه بانک دودیز بانکي خدمات او اسلامي بانکداري وړاندې کوله. یاد بانک د هېواد په لوېدیځ کې د هرات ولایت په ګډون په نورو سیمو کې هم څانګې لرلې.
