ځايي سرچینې وايي، پېښه تېره ورځ (جمعه، د لړم ۱۵مه) د لغمان د الینګار ولسوالۍ په «پریاني» سیمه کې د واده مراسمو پر مهال د هوايي ډزو له امله شوې، چې په پایله کې یې د دوو ښځو په ګډون پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سرچینو په وینا، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او دوه ښځې ټپیانې شوې دي.
بلخوا، د لغمان امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزي هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان وروڼه دي. د نوموړي په خبره، د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې د خوښیو او ودونو پر مهال د هوايي ډزو له امله وخت ناوخت خلکو ته مرګژوبله اوړي.
