د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند، محمد یونس یوسفزی، وایي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې (شنبه، د لړم ۱۶مه) د قرغیو ولسوالۍ د «مشلې» سیمې اړوند د کابل – جلالاباد پر لویه لار شوې ده.
د نوموړي په وینا، یو سراچه موټر له یوه زرنج سره ټکر کړی، چې له امله یې دواړه سیند ته لوېدلي دي. هغه زیاته کړې چې ټپیان د درملنې لپاره د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د دغو پېښو عمده لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بلل کېږي.
