د سېنېګال د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت نن (یکشنبه، د لړم ۱۷مه) ویلي، چې چارواکو د شنبې ورځې تر ماښامه یو کس ژغورلی او د ۲۱ نورو کسانو جسدونه یې موندلي دي.
د سېنېګال د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي او چارواکي د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې کوي.
دا پېښه د «کمبري» ښار ته نږدې شوې، چې د سېنېګال له پلازمېنې ډاکار څخه شاوخوا ۱۸۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کښتۍ کې هغه کسان سپاره وو چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه له هېواده کډوال شي؛ خو د کښتۍ د سپرلیو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
د «واکینګ بورډرز» په نوم د کډوالو د حقونو مدافع سازمان وايي، چې په وروستیو کلونو کې د لوېدیځې افریقا څخه د هسپانیې د کانري ټاپوګانو پر لور د تګ په لاره کې زرګونه کسان مړه شوي دي.
دغه سازمان د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په دې مسیر کې د ۶۳۵ کسانو مړینه ثبت کړې ده.
