په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله یو ۲۵ کلن ځوان، چې محمدکریم نومېده، وژل شوی دی.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن (یکشنبه، د لړم ۱۷مه) د قرهباغ ولسوالۍ د «میرخان» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د یادې قوماندانۍ په وینا، دغه ځوان لاسي بم په یوه کثافتدانۍ کې موندلی و، چې د بېاحتیاطۍ له امله پرې چاودنه شوې ده.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې نوموړی په لومړي سر کې ټپي شوی و، خو د قرهباغ ولسوالۍ روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.
تېره اوونۍ هم په یوه ورته پېښه کې د غزني ولایت د آببند ولسوالۍ یو ۱۷ کلن ځوان ژوند له لاسه ورکړی و.
افغانستان د ماینونو او ناچاودو چاودېدونکو توکو له پلوه د نړۍ له تر ټولو ککړو هېوادونو څخه دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له درېیو میلیونو څخه ډېر کسان له چاودېدونکو توکو څخه د یوه کیلومتر په واټن کې ژوند کوي.
ملګري ملتونه همدارنګه وايي، چې د پخوانیو ماینونو او ناچاودو چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله د قربانیانو څه باندې ۸۰ سلنه ماشومان دي.
