ټرمپ: له ایران سره د جګړې د پراخولو لپاره هېڅ دلیل نه وینم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن له ایران سره د پوځي نښتو د پراخولو لپاره کوم دلیل نه ویني او تمه لري چې تهران به په پای کې د یوې هوکړې لپاره خبرو اترو ته چمتو شي.

ټرمپ له راس دوتات سره د امریکا د CBS ټلوېزیون په «۶۰ دقیقې» خپرونه کې د مرکې پر مهال ویلي، که اړتیا وي، امریکايي ځواکونه کولای شي په ایران کې یو شمېر ټاکل شوي تاسیسات، د «کوه کلنګ» سیمه هم په نښه کړي.

د امریکا ولسمشر تایید کړې چې اوس مهال د جګړې د پراخولو لپاره کوم پلان نه لري. هغه ویلي: «زه د داسې کار غوښتونکی نه یم. فکر نه کوم چې د دې کار لپاره کوم دلیل شتون ولري. رښتیا هم فکر نه کوم چې د دې کار لپاره کوم دلیل وي.»

ټرمپ ادعا کړې چې ایران په جګړه کې ماتې خوړلې او اوس له امریکا سره هوکړې ته چمتو دی.

د هغه په وینا، تهران د امریکا د منځمهاله ټاکنو تر ترسره کېدو مخکې هم د هوکړې غوښتونکی و او واشنګټن یوې هوکړې ته نږدې شوی و؛ خو د ټاکنو پایلو، چې د ټرمپ د ګوند ماتې او د ډیموکراتانو بریا یې وښوده، ایراني چارواکو ته «هیله» ورکړې ده.

ټرمپ ویلي: «هغوی په یقیني توګه هوکړه غواړي.» نوموړي زیاته کړې: «که ټاکنې نه وای ترسره شوې، ښايي تر هماغه وخته یا څو ورځې وروسته هوکړه وروستۍ شوې وای.»

ټرمپ، سره له دې چې د جګړې د پراخولو لېوالتیا یې رد کړې، خبرداری ورکړی چې امریکا لا هم د هغو اهدافو د برید توان لري چې ګواښ یې ګڼي.

هغه د ایران د «کوه کلنګ» د اټومي تاسیساتو په اړه ویلي: «که اړتیا وي، موږ کولای شو هغه ځای په نښه کړو. که هلته عملیاتو ته اړتیا پیدا شي، په یوه ساعت کې به یې ترسره کړو او موضوع به حل کړو.»

نوموړي په ورته وخت کې ویلي چې اوس مهال داسې عملیاتو ته اړتیا نه ویني او ادعا یې کړې چې امریکا د خپل جوړ کړي «فضايي ځواک» له لارې د کوه کلنګ اټومي تاسیسات او همدارنګه د نطنز، فردو او اصفهان ویجاړ شوي تاسیسات تر څارنې لاندې لري.

د خلیج متحد هېوادونه باید د جګړې لګښتونه امریکا ته ورکړي

راس دوتات ویلي، چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د امریکا په پوځي ملاتړ ترسره کېږي او پوښتنه یې کړې چې څنګه داسې هوکړې ته رسېدل شوني دي چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له سیمې ووځي.

ټرمپ په ځواب کې ویلي، چې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور ډېر لګښت نه لري او د واشنګټن متحد هېوادونه باید د جګړې لګښتونه بېرته ورکړي.

هغه ویلي: «د دې موضوع په پای کې به هغه هېوادونه چې موږ یې ساتنه کړې، د جګړې ټول لګښتونه موږ ته بېرته راکړي. موږ به خپلې ټولې پیسې بېرته ترلاسه کړو.»

ټرمپ زیاته کړې چې دا موضوع یې له یادو هېوادونو سره مطرح کړې او د ده په وینا، هغوی به سل په سلو کې د جګړې لګښتونه ورکړي.

د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی د امریکا بریا ده

ټرمپ د خپل حکومت د کړنو د دفاع لپاره د ایران جګړه د امریکا له تېرو جګړو سره هم پرتله کړې ده.

هغه ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي، په عراق کې د نهو کلونو جګړې پر مهال پنځه زره کسان او د ویتنام په ۲۱ کلنه جګړه کې شاوخوا ۶۰ زره کسان وژل شوي دي.

ټرمپ ادعا کړې چې د ایران او وینزویلا په دوو عملیاتو کې، چې د ده تر مدیریت لاندې ترسره شوي، په ټولیز ډول ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی خپله تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ګڼي.

هغه ویلي: «ایران اټومي وسلې نه لري. موږ بریالي شوي یو او نور به اټومي وسلې نه وي.»

ټرمپ ادعا کړې چې که واشنګټن دغه اقدام نه وای کړی، ښايي اسرائیل له منځه تللی وای.

هغه ویلي: «موږ د هغوی اټومي زېرمتون له منځه یووړ. که ما دا کار نه وای کړی، اوس به نور اسرائیل نه وای. اسرائیل به له منځه تللی و.»

ټرمپ زیاته کړې چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی یوه اړینه پرېکړه وه او ټینګار یې کړی چې که ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړی وای، د اسرائیل او سیمې لپاره به جدي ګواښ و او د ده په ادعا، ښايي په یوه ساعت کې یې کارولې وای.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته