د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د وینزویلا پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو د نیویارک په بروکلین زندان کې د بند پر مهال د دیني متونو مطالعې ته مخه کړې او د بېلابېلو دینونو له روحانیونو سره لیدنې کوي.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، چې پرون (یکشنبه، د لړم ۱۷مه) خپور شوی، مادورو د بروکلین په فدرالي مېټروپولېټن توقیفځای کې ساتل کېږي او د خپل وخت ډېره برخه د دیني کتابونو مطالعې ته ځانګړې کوي.
د راپور له مخې، نوموړي په زندان کې له روحانیونو، د یوه عیسوي کشیش او یوه یهودي خاخام په ګډون، سره هم لیدلي دي.
هغه کسان چې په زندان کې د مادورو له وضعیت څخه خبر دي، نیویارک ټایمز ته ویلي، چې نوموړي «یو معنوي سفر پیل کړی» او «د خپل وخت ډېره برخه مطالعې ته ځانګړې کوي، چې انجیل او قرآن هم پکې شامل دي».
خو په راپور کې د مادورو د لیدنو د محتوا او یا هم د دیني متونو د مطالعې د لاملونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې مادورو د بند پر مهال د پام وړ وزن هم بایللی او اوس تر پخوا «ډنګر» ښکاري.
د هغه د خوړو له عادتونو څخه دوه خبرېدونکو کسانو ویلي، چې د زندان د خوړو «خراب کیفیت» ښايي د نوموړي د وزن په کمېدو کې چټکتیا رامنځته کړې وي. مادورو هم د زندان له خوړو شکایت کړی دی.
نیکولاس مادورو او مېرمن یې سیلیا فلورس، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په درېیمه په کاراکاس کې د امریکايي ځواکونو له عملیاتو وروسته ونیول شول او نیویارک ته ولېږدول شول.
د امریکا حکومت مادورو د کوکایینو د قاچاق او امریکا ته د هغه د لېږدولو د توطیې، له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ، د درنو وسلو د ناقانونه کارونې او ساتنې، او د مخالفانو د شکنجې په قضیو کې د لاس لرلو په تورونو تر څېړنې او تعقیب لاندې نیولی دی. خو مادورو په محکمه کې ټول لګېدلي تورونه رد کړي او ځان یې «بېګناه» بللی دی.
مادورو د ولسمشرۍ پر مهال هم له عیسوي مشرانو سره نږدې اړیکې لرلې. هغه د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې د یوې ډلې د کشیشانو په حضور کې وینزویلا مسیح ته وسپاره او ویې ویل: «د وینزویلا د بولیواري جمهوریت د ولسمشر په توګه، په خپله خوښه خپل هېواد مسیح ته سپارم، څو د دې خاورې مطلق واکمن وي.»
ځینو کارپوهانو له دغو مذهبي مشرانو سره د مادورو نږدېوالی د «سیاسي او ټاکنیزو انګېزو لرونکی اقدام» بللی دی.
مادورو د هند د یوه روحاني مشر، ساتیا سای بابا، له لارښوونو سره هم مینه لرله؛ نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې مړ شوی دی. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، مادورو او مېرمن یې د هغه د «مینې، سولې او د دینونو د یووالي» د لارښوونو پیروان وو.
