د ایران د هرمزګان ولایت د والي مرستیال احمد نفیسي تایید کړې، چې امریکا تېره شپه د قشم پر ټاپو بریدونه کړي دي.
د ایران د صداوسیما خبري اژانس نن (دوشنبه، د لړم ۱۸مه) د نفیسي له قوله راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې ځاني زیان نه دی اوښتی.
احمد نفیسي ویلي: «برید شوي هدفونه له استوګنیزو او سوداګریزو سیمو او خدماتي بنسټونو بهر وو او د ټاپو حیاتي او خدماتي زېربناوو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.»
هغه زیاته کړې، چې د قشم ټاپو وضعیت تر کنټرول لاندې دی او ټولې مرستندویه، خدماتي او اجرائیوي ادارې په بشپړ چمتووالي کې دي.
د نن ورځې په لومړیو ساعتونو کې د بندرعباس او قشم اوسېدونکو د لږ تر لږه څلورو چاودنو خبر ورکړی و. ځینو اوسېدونکو ویلي وو، چې له دغو چاودنو وروسته یې سختې زلزلې ته ورته لړزې احساس کړې دي.
قشم ټاپو په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه دوه ځله نور هم د امریکا د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
