د طالبانو د ریاستالوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې فاطمه رباب څخه غوښتي چې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو او د سرپناه په جوړولو کې همکاري وکړي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن (دوشنبه، د لړم ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حنفي او رباب پرون ماښام سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، حنفي په دې لیدنه کې ویلي چې په تېرو کلونو کې تر اته میلیونه ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې «مسوول بنسټونه باید د هغوی د حقونو د ملاتړ، د کارموندنې د زمینې برابرولو او د سرپناه جوړولو لپاره هڅې او همکاري وکړي».
فاطمه رباب افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل او د هغوی د بېرته راستنېدو مدیریت لویې ننګونې بللې دي. هغې ویلي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د کډوالو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو او د مرستو وېش په برخه کې خپلې همغږۍ او همکارۍ پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون اعلان وکړ، چې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې یوازې له پاکستان او ایران څخه یو میلیون او ۲۹۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د کار، سرپناه، پاکو اوبو او لومړنیو خدمتونو، لکه ښوونځیو او روغتونونو ته نه لاسرسی، افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو له مهمو ستونزو څخه دي.
