د کندهار ولایت په تختهپل ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د کندهار د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښه د تختهپل ولسوالۍ په «انځرګي» سیمه کې د یوه کوچني مسافر وړونکي موټر د چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده.
د مسوولینو په وینا، په دې پېښه کې دوه کسان ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي چې د ټپیانو په ډله کې دوې ښځې هم شاملې دي.
په هېواد کې په وروستیو کلونو کې د ترافیکي پېښو شمېر زیات شوی، چې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول یې له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
