د ایران سپاه پاسداران: په هرمز تنګي کې یوه بېړۍ چاودلې ده

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی چې د هرمز تنګي په ختیځه برخه کې د مایع ګازو یوې لېږدوونکې بېړۍ چاودنه کړې ده.

د سپاه پاسداران سمندري ځواک عامه اړیکو دفتر نن (جمعه، د لړم ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بېړۍ له سمندري ماین سره د ټکر له امله چاودلې ده.

د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي، چې یوې بېړۍ له پرله‌پسې خبرداریو سره سره د هرمز تنګي له یوې غیرمجازې او خطرناکې جنوبي لارې د تېرېدو هڅه وکړه، خو له سمندري ماین سره تر ټکر وروسته پرې زوروره چاودنه وشوه.

د ایران سپاه پاسداران د دې پېښې یوه ویډیو هم خپره کړې ده. په ویډیو کې لیدل کېږي چې یوه بېړۍ اور اخیستی او له عرشې څخه یې د لوګي او اور ستره لمبه پورته کېږي.

تر اوسه د دې بېړۍ د مالکیت او مقصد په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

متحده ایالات وايي، چې د ایران له خوا د هرمز تنګي په اوبو کې ځای پر ځای شوي سمندري ماینونه پاک شوي او د دې هېواد هغه وړتیاوې له منځه وړل شوې دي چې د دغه سمندري مسیر د ناامنه کولو لپاره یې کارول.

خو د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو پر مهال د تېلو ټانکرونه او نورې سوداګریزې بېړۍ لا هم د سمندري ماینونو له امله له چاودنو سره مخ کېږي او یا د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راځي.

دغو پېښو د دې لامل شوې چې د ۴۰ ورځنۍ جګړې له پای ته رسېدو شاوخوا شپږ میاشتې وروسته هم د هرمز تنګي له لارې د تېلو، ګازو او کیمیاوي سرې د لېږد کچه د جګړې تر مخکینۍ کچې ټیټه پاتې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته