د ټرمپ استازو له پوتین او زلنسکي سره لیدلي دي

د ډونالډ ټرمپ استازو، سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر، په ابوظبۍ کې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو له دوو ورځو وروسته، له ولادیمیر پوتین او ولودیمیر زلنسکي سره لیدلي دي.

جېرډ کوشنر نن (جمعه، د لړم ۲۲مه) پر خپله ایکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو سفرونو موخه د سولې د بهیر بیا راژوندي کول او په راتلونکو مذاکراتو کې د اروپا د ګډون لپاره د زمینې برابرول دي.

د ټرمپ دغو دوو استازو د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کرملین په ماڼۍ کې شاوخوا دوه ساعته لیدنه وکړه. وروسته ایرلنډ ته ولاړل او د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره یې تر یوه ساعت زیاتې خبرې وکړې.

دا لیدنې په ابوظبۍ کې د نومبر د ۱۰مې او ۱۱مې نېټې له مذاکراتو وروسته ترسره شوې دي. د ابوظبۍ مذاکرات په تېرو نهو میاشتو کې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین د پلاوو ترمنځ لومړنۍ مستقیمې خبرې وې.

وېټکاف له پوتین سره تر لیدنې وروسته وویل، چې د روسیې ولسمشر په راتلونکي پړاو مذاکراتو کې د اروپايي استازو له ګډون سره موافقه کړې ده.

کوشنر هم ویلي، چې واشنګټن د اروپا په دریځ کې بدلون لیدلی او د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره د اروپايي هېوادونو ګډون اړین بولي.

پوتین له ټرمپ سره د ځانګړو استازو په لیدنه کې ویلي، چې روسیه هېڅکله له اروپا سره د خبرو مخالفه نه ده، خو خبرداری یې ورکړی چې د سولې له هوکړې وروسته په اوکراین کې د اروپايي هېوادونو د پوځي ځواکونو ځای پر ځای کول د مسکو له نظره «امنیتي ګواښ» ګڼل کېږي او ښايي جګړه یو ځل بیا پیل کړي.

په هغې ویډیو کې چې جېرډ کوشنر خپره کړې، زلنسکي د سولې په مذاکراتو کې د اروپا له مستقیم ګډون څخه هرکلی کوي.

هغه چې د یوه سفر په ترڅ کې ډوبلین ته تللی، ویلي چې اروپايي هېوادونه باید د خبرو اترو پر مېز حضور ولري، نه دا چې یوازې په جلا توګه ورسره مشورې وشي.

زلنسکي همداراز غوښتنه کړې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې دې د «اوربند» او «د کړکېچ د کمولو» موضوعات شامل شي.

جېرډ کوشنر دا هم تایید کړې، چې مسکو او کی‌یف په ابوظبۍ کې د مذاکراتو پر مهال د جګړې د بندیانو د یوې لویې تبادلې پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې هوکړې عملي کېدل ښايي د دواړو لورو زرګونه سرتېري بېرته خپلو کورنیو ته ستانه کړي. کوشنر دغه تبادله د «جګړې د بندیانو تر ټولو لویه تبادله» بللې ده.

خو د اشغال شویو سیمو پر سر اختلاف، په ناټو کې د اوکراین غړیتوب، د دغه هېواد د پوځي وړتیاوو محدودول او له جګړې وروسته امنیتي تضمینونه لا هم نه دي حل شوي.

ټاکل شوې چې د مذاکراتو راتلونکی پړاو، چې نېټه یې لا نه ده ټاکل شوې، د اروپايي هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شي او په ترڅ کې به یې د ځمکنیو اختلافاتو او د اروپا د امنیتي ترتیباتو په اړه خبرې وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته