هلمند ته راغلي کډوال: ماشومان مو له هر ډول زده‌کړو محروم دي

د افغانستان جنوبي حوزه له پاکستان سره ګډه پوله لري. له همدې امله، وخت ناوخت له پاکستان څخه افغانستان ته کډوالې کورنۍ راځي، چې ډېری یې د همدې حوزې په ولایتونو کې مېشتې کېږي.

هلمند ولایت ته له پاکستان او ایران څخه راغلې کورنۍ ادعا کوي، چې هېواد ته تر راستنېدو وروسته یې ماشومان له هر ډول زده‌کړو بې‌برخې شوي او په کور کې وخت تېروي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ته له پاکستان څخه تازه راستون شوی کډوال شریف الله وايي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدو یې اوس نږدې ۲۷ میاشتې پوره کېږي، خو زیاتوي چې تراوسه نه دی توانېدلی خپلو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

هغه وايي، چې د نړۍ د هرې سیمې په پرتله په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په جنوبي حوزه کې، د ماشومانو زده‌کړو ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.

نوموړی وايي، که لږه لاره هم پیدا کړي، بېرته به داسې ځای ته ستون شي چې هلته د زده‌کړو زمینه برابره وي او خلک خپلو ماشومانو ته زده‌کړې ورکوي.

دی وايي: «په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو برخه کې وضعیت ډېر خراب دی. زما دوه کاله پوره کېږي چې دلته راغلی یم، نه مې ماشومان عصري او نه هم دیني زده‌کړو ته لاسرسی لري. د ټولې کورنۍ غړي راته وايي چې دا څه ډول هېواد دی چې زموږ ماشومان پکې له زده‌کړو پرته ګرځي؟ که لږ هم وس او چانس په لاس راشي، داسې یوه ځای ته به ستون شم چې لږ تر لږه مې د ماشومانو لپاره یو راتلونکی جوړ شي.»

هلمند ته د پاکستان څخه ورغلي کډوال؛تصوير:اطلاعات روز ته ليږل شوی.

د ماشوم حقونه د بشري حقونو له اساسي برخو څخه ګڼل کېږي، چې پکې زده‌کړې، روغتیا، امن ژوند، تغذیه او تفریح شامل دي. خو په افغانستان کې ګڼ شمېر ماشومان د جګړو، بې‌وزلۍ او جبري کډوالۍ له امله له دې حقونو بې‌برخې پاتې شوي دي.

په تېرو دوو لسیزو کې د ناامنیو، سیاسي ګډوډیو او اقتصادي ستونزو له امله زرګونه افغان کورنۍ یا له هېواده وتلې دي، یا له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

په هلمند ولایت کې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د شوراب سیمې یو کډوال عبدالله، چې شاوخوا یو کال کېږي له پاکستانه راستون شوی، وايي چې په پاکستان کې ټولو ماشومانو ښوونځیو ته تګ کاوه، خو زیاتوي چې دلته په هېواد کې یې ماشومانو ته د هېڅ ډول زده‌کړو زمینه نه ده برابره شوې.

هغه وايي: «موږ هلته مزدوري کوله، خو د ماشومانو د راتلونکي په اړه هېڅ اندېښمن نه وو، ځکه هلته ښوونیز مرکزونه فعال وو او ټول ماشومان مو پر وخت ښوونځیو ته تلل. خو کله چې دلته راغلي یو، دا هېڅ شی نشته؛ نه ښوونځي ته لاسرسی لري، نه مدرسې ته او نه هم زموږ په سیمه کې د زده‌کړو کوم خصوصي مرکز شته.»

له پاکستان څخه هلمند ته راستون شوې د یوې بلې کورنۍ سرپرست فریدخان وايي، چې ۱۵ میاشتې کېږي په هلمند کې مېشت شوی، خو زیاتوي چې تراوسه یې ماشومانو یو حرف هم نه دی زده کړی.

دی وايي، په هغه سیمه کې چې دی پکې اوسېږي، د زده‌کړو هېڅ ډول زمینه نه ده برابره شوې.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه هلمند ته د راغلو ماشومانو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دی وايي: «۱۵ میاشتې کېږي چې دلته راغلی یم او د خپلې کورنۍ له غړو سره ژوند کوم. دلته مې پوښتنه وکړه چې زما اولادونه به چېرته زده‌کړې کوي، خو هېچا مثبت ځواب را نه کړ. د سیمې ټول ماشومان زده‌کړو ته لاسرسی نه لري. زه په دې باوري یم چې دا ټول ماشومان به په راتلونکي کې هېڅ روښانه لاره ونه لري، ځکه خلک یې زده‌کړې نه کوي. دغه وضعیت په افغانستان کې ډېر د افسوس وړ دی.»

هلمند ته د پاکستان څخه ورغلي کډوال؛تصوير:اطلاعات روز ته ليږل شوی.

د محمدنبي په نوم یو ۱۳ کلن ماشوم، چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د نیمروز ولایت له لارې له خپلې کورنۍ سره هلمند ته راغلی، وايي چې په ایران کې یې په منظم ډول ښوونځي ته تګ کاوه، خو د هغه په خبره، له هغه ځایه تر راوتلو وروسته یې بیا هېڅ ډول زده‌کړې نه دي کړې او له زده‌کړو محروم دی.

دغه ماشوم وايي، هلمند ته د دوی د کورنۍ له راتګ وروسته، دلته د ښوونځي پر ځای د خپلې کورنۍ لپاره اوبه راوړي، لرګي ټولوي او ټوله ورځ یې په بې‌ګټو کارونو تېروي.

هغه زیاته کړه: «موږ هلته هره ورځ پر خپل وخت ښوونځي ته تللو او د لوبو ځایونو ته به هم تلو، خو کله چې دلته افغانستان ته راغلي یو، سهار هم له خپل بل ورور سره د خپلې کورنۍ لپاره اوبه راوړو او ماښام هم اوبه راوړو. د ورځې په اوږدو کې بیا بهر لرګي ټولوم او مازیګر دلته په کوڅو کې لوبې کوم. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي او زموږ په سیمه کې یو ښوونځی راته جوړ کړي. په ټوله سیمه کې هېڅ ډول ښوونځی یا بل څه نشته.»

هلمند ته د پاکستان څخه ورغلي کډوال؛تصوير:اطلاعات روز ته ليږل شوی.

سره له دې چې ګڼ شمېر کورنیو د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د حق غوښتنه کړې، خو د سیمه‌ییزو چارواکو له خوا تراوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی.

د هلمند ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې تراوسه په دغه ولایت کې کډوالو ماشومانو ته ځانګړي ښوونیز مرکزونه نه دي جوړ شوي، خو زیاتوي چې په دغه ولایت کې له ۴۰۰ څخه زیات ښوونځي دا مهال فعال دي او زرګونه زده‌کوونکي پکې پر زده‌کړو بوخت دي.

د دغه ریاست د مسوولینو په وینا، په یادو ښوونځیو کې د کډوالو کورنیو ماشومان هم زده‌کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ترڅنګ، د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د تازه راستنو شویو کورنیو ماشومان له زده‌کړو محروم دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته