د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره رباب فاطمه کندهار ته تللې او د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ یې د یوه روغتیايي مرکز لیدنه کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان نن (دوشنبه، د لړم ۲۵مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې رباب فاطمې کندهار ته د سفر پر مهال د میرویس سیمې په یوه روغتون کې د فېسټولا ناروغۍ د درملنې او ترمیم څانګې لیدنه کړې ده.
د دغه سازمان په وینا، د یوناما مشرې له هغو ناروغانو سره لیدلي چې تر درملنې لاندې وو او له ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره یې هم خبرې کړې دي، چې د فېسټولا ناروغۍ په برخه کې تخصصي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
رباب فاطمې ویلي، دغه ښځینه کارکوونکې د فېسټولا ناروغۍ، چې د زېږون له تر ټولو زیان رسوونکو ټپونو څخه ده، د درملنې او د ښځو د روغتیا، عزت او پر ځان د باور بېرته ترلاسه کولو په برخه کې مهم رول لري.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د فېسټولا د درملنې له څانګې د یوناما د مشرې لیدنه د هغو ښځو لپاره د مخنیوي، درملنې او بیارغونې خدمتونو ته د دوامدار لاسرسي اهمیت څرګندوي، چې د دې ناروغۍ له امله له کلونو راهیسې له کړاو، ټولنیز بدنامۍ او انزوا سره مخ دي.
رباب فاطمې شاوخوا یوه میاشت مخکې د یوناما د مشرې په توګه دنده پیل کړې ده. نوموړې تر دې وړاندې بامیان او ننګرهار ولایتونو ته هم سفرونه کړي او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو په ملاتړ یې د روغتیايي او بشري خدمتونو د وړاندې کولو وضعیت ارزولی دی.
