د نجونو د زده‌کړو بندیز؛ د طالبانو مشر په میدان وردګو کې: علم باید هرې درې ته ورسېږي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز له لګېدو څه باندې پنځه کاله تېرېږي، د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده میدان وردګو ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې «علم باید هرې درې ته ورسېږي».

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هبت‌الله اخوندزاده پرون (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) له کابله میدان وردګو ولایت ته تللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې هبت‌الله اخوندزاده په میدان وردګو کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ته د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه لارښوونې کړې او د علم او پوهنې پر پراختیا یې د ځانګړي ټینګار ترڅنګ ویلي، چې «علم باید هرې درې ته ورسېږي».

طالبانو افغانستان ته له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه. دغه ډلې وروسته د پوهنتونونو او طبي انستیتیوتونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د طالبانو د دې پرېکړې له امله په افغانستان کې څه باندې دوه نیم میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي. د هر کال په تېرېدو سره د زده‌کړو څخه د محرومو نجونو شمېر زیاتېږي.

د طالبانو مشر په میدان وردګو کې د دې ډلې له سیمه‌ییزو چارواکو سره په لیدنه کې پر «علماوو» د درناوي پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د نظام بقا او پیاوړتیا له علماوو سره په مشوره او د علمي قشر په درناوي کې نغښتې ده.»

هغه همدارنګه ټینګار کړی چې «د اسلامي نظام د پیاوړتیا او بقا لپاره اړینه ده، چې ټول چارواکي د متقابل درناوي، همغږۍ او اطاعت په روحیه خپلې دندې ترسره کړي او د نظام د ساتنې لپاره له هېڅ ډول سرښندنې ډډه ونه کړي.»

طالبانو په دې وروستیو ورځو کې په کابل پوهنتون کې د هبت‌الله اخوندزاده له خوا د صادر شویو فرمانونو د ارزونې په موخه یوه غونډه جوړه کړې وه.

د طالبانو پلوي دیني عالمانو د دغې غونډې په دویمه ورځ هبت‌الله اخوندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکړ.

هغوی د غونډې په وروستي پرېکړه‌لیک کې د افغانستان له خلکو هم غوښتي چې له هبت‌الله اخوندزاده څخه «اطاعت او ملاتړ» وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته