په کونړ کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او پنځه تنه نور ټپیان دي.
د سرچینو په وینا، پېښه نن (دوشنبه، د لړم ۲۵مه) سهار د نورګل ولسوالۍ د مزار درې په «در کنډک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې وايي، ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، چې د یوه کس روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د ټپیانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.
د سرچینو په خبره، د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي او د سړک خرابوالی ښودل شوی دی.
په کونړ کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
