بې‌وزلي د خوست سلګونه ماشومان له ښوونځیو ایستلي او کار کوي

په خوست کې په درنو کارونو بوخت ماشومان او د هغوی د کورنۍ غړي وايي، د اقتصادي ستونزو او د کورنۍ لپاره د نفقې برابرولو په موخه اړ دي درانه کارونه وکړي، چې له امله یې زده‌کړې هم ترې پاتې شوې دي.

دغه ماشومان ډېری د خښتو په بټیو، په ښار کې د لاسي کراچیو په چلولو، پنډیتوب او د موټرو جوړولو په مستري‌خانو کې په درنو کارونو بوخت دي.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله ګڼې کورنۍ له فقر او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي. په خوست کې یو شمېر ماشومان وايي، که څه هم د دوی فزیکي وړتیا د درنو کارونو لپاره مناسبه نه ده، خو د کورنیو اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړي چې خپلې زده‌کړې نیمګړې پرېږدي او کار وکړي.

له دغو ماشومانو یو هم ۱۲ کلن عبدالرحمن دی، چې د مرکز متون اړوند د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي. شکېدلې جامې یې پر تن دي او د بې‌وزلۍ نښې یې په څېره کې له ورایه ښکاري هغه خپلې ستونزې داسې بیانوي:

هغه وویل: «موږ په کورنۍ کې نهه کسان یو. موږ دوه وروڼه په ښوونځي کې وو؛ زه په پنځم او تر ما مشر ورور مې په اووم ټولګي کې و، خو مکتب رانه پاتې شو پلار به مې یوازې په بټۍ کې کار کاوه، هغه پیسې زموږ لپاره بسنه نه کوله. لومړی مې ورور مکتب پرېښود، بیا وروسته ما هم پرېښود. اوس دلته له پلار سره کار کوو او خښتې اچوو. کار یې دروند دی؛ سهار وختي چې راشو، د خاورو اړول، خټې جوړول او بیا په قالب کې اچول ډېر دروند کار دی. مکتب راته خوند راکاوه، خو بس پاتې شو.»

د عبدالرحمن بل ورور سیف‌الرحمن هم د خښتو په بټۍ کې کار کوي. هغه وايي، د کورنۍ اقتصادي ستونزو اړ کړ چې په اووم ټولګي کې ښوونځی پرېږدي او د کورنۍ لپاره د نفقې برابرولو په موخه په بټۍ کې کار وکړي.

هغه وویل، پلار یې د خښتو په بټۍ کې په لږه تنخوا کار کوي او نه شي کولای چې له یوې خوا پرې د کورنۍ پورونه خلاص کړي او له بلې خوا د کورنۍ لګښتونه پوره کړي د هغه په خبره، لوی ارمان یې دا و چې دی او کشر ورور یې زده‌کړې وکړي او وروسته لوړې زده‌کړې هم بشپړې کړي، خو اوس دا هر څه ورته یوازې یو خیال ښکاري. نوموړی وايي، کله چې خپل کوچنی ورور هم ورسره په کار بوخت ویني، ډېر ځورېږي.

هغه زیاته کړه، د ښوونځي پر مهال به یې له درسونو وروسته ښار ته د کار پیدا کولو لپاره تګ کاوه، خو د نیمې ورځې کار یې نه شو موندلی؛ له همدې امله اړ شو چې ښوونځی پرېږدي او کار وکړي.

«زما پلار دلته د خښتو په بټۍ کې کار کاوه، خو موږ پورونه هم لرل او پلار مې لږې پیسې ګټلې، چې نه د پورونو او نه هم د کورنۍ د لګښتونو لپاره بسنه کوله د ښوونځي پر مهال به مې له درسونو وروسته ښار ته تګ کاوه، چې نیمه ورځ کار وکړم، خو کار نه پیدا کېده. مجبور شوم چې ښوونځی پرېږدم والله، ارمان مې دا و چې زه او ورور مې زده‌کړې وکړو، خو بس د خدای ج خوښه نه وه. کله چې خپل کشر ورور دلته وینم، ډېر مې ځوروي.»

عین‌الله هم له هغو سلګونو ماشومانو څخه یو دی چې په کم عمر کې د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کولو په موخه د خوست ښار په کوڅو کې لاسي کراچۍ چلوي.

هغه وویل، پلار یې څو کاله وړاندې وفات شوی او اوس د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده. نوموړی په ښار کې د لاسي کراچۍ په چلولو سره خپلې کورنۍ ته څه نا څه پیسې ګټي.

هغه زیاته کړه، که څه هم د لاسي کراچۍ چلول دروند کار دی او ډېری وخت نه شي کولای چې درانه توکي ولېږدوي، خو بیا هم اړ دی چې دغه کار وکړي.

«د کراچۍ چلول سخت دي. هغه درانه سامانونه چې خلکو ته یې پکې وړو، ډېر سخت وي او زه یې نه شم وړلی. پلار مې څو کاله مخکې مړ شوی، اوس موږ پنځه تنه یو او د کار کولو بل څوک نه لرو د لاسي ګاډي چلول سخت دي، ځکه د درنو سامانونو وړل ستونزمن وي.»

په ورته مهال، په خوست کې یو ټولنیز فعال چې خپل مستعار نوم شفیع‌الله ښيي، وايي، په خوست او اړوندو سیمو او ولسوالیو کې سلګونه تنکي ځوانان د اقتصادي ستونزو، فقر او بې‌وزلۍ له امله له زده‌کړو پاتې شوي او اوس درانه کارونه کوي.

د هغه په خبره، دغه ماشومان د خښتو په بټیو، په ښار کې د لاسي کراچیو په چلولو، د کثافاتو په راټولولو او د موټرو د جوړولو په مستري‌خانو کې درانه کارونه کوي. هغه زیاتوي، چې یو شمېر ماشومان په خپلو کاري ځایونو کې د کارځایونو د مالکانو له لوري له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ دي.

هغه وویل، اقتصادي ستونزې، بې‌وزلي او ماشومانو ته نه پاملرنه به د اوسنیو ماشومانو لپاره په راتلونکي کې پر یوه لوی بحران بدله شي او ټولنې ته به لوی سرخوږی جوړ کړي.

«په خوست کې سلګونه ماشومان شته چې یا د کورنیو سرپرستي ور تر غاړې ده او یا هم کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دغه ماشومان درانه کارونه کوي؛ داسې کارونه چې د ماشومانو له فزیکي جوړښت سره هېڅ سمون نه لري په دغو ماشومانو کې ځینې یې د خپلو مالکانو له لوري له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ دي. که د دې غم ونه خوړل شي، د نن ورځې همدا ماشومان به په راتلونکي کې د ټولنې لپاره پر یوه لوی بحران بدل شي.»

په درنو کارونو د بوختو ماشومانو د کورنیو یو شمېر غړو غوښتنه کړې چې ماشومانو ته یې د زده‌کړو ترڅنګ د اسانه او سالم کار زمینه برابره شي، څو هم د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابره کړي او هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د دوی په باور، دا چاره د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره غوره ګام دی.

ددغه راپور تر بشپړيدو پوري د خوست محلي مسولينو ددغه ادعاوه په تړاو څه نه دي ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته