په کندهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ مسوولان وايي، د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ د «شنه نري» په سیمه کې یې د امنیتي او کشفي ځواکونو له لوري فرضي کرښې ته څېرمه ۳۰۴۱ فیره مرمۍ کشف او نیولې دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ مسوولينو نن (چهارشنبه، د لړم ۲۶مه) ویلي، چې په نیول شویو مرمیو کې ۱۴۷۶ فیره د کلاشینکوف، ۷۱۰ فیره د اېم ۱۶ او ۸۵۵ فیره د ثقیل (پیکا) مرمۍ شاملې دي.
د مسوولانو په وینا، د دغو مرمیو د نیولو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
طالبانو په دي ورستيو کې د پخواني، نظامي کسانو د کورنو تلاشي زياته کړي.
طالبانو په کندهار کې ۳۰۴۱ فیره مرمۍ کشف او نیول شوې دي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
