د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانوئل آلبارس، د ښځینه فعالانو په یوه غونډه کې ویلي، چې هېواد یې طالبان په رسمیت نه پېژني او نه به یې په رسمیت وپېژني. نوموړي زیاته کړې، چې هسپانیه به د بشریت ضد جنایتونو په کنوانسیون کې د جنسیتي اپارتاید د شاملولو ملاتړ وکړي.
دغه غونډه چې د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې جوړه شوې، نن (دوشنبه، د قوس ۲مه) د افغانستان د ښځینه فعالانو په ګډون د هسپانیې په مادرید ښار کې پیل شوې ده.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د ښځو ترڅنګ ولاړ دی او د خپلو حقونو د دفاع په برخه کې به یې ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «فیمینستي تګلاره د هسپانیې د بهرني سیاست لارښود اصل دی. له همدې امله، موږ د طالبانو واکمن چارواکي په رسمیت نه پېژنو او هېڅکله به یې هم په رسمیت ونه پېژنو. موږ به هېڅکله د ښځو او نجونو د بشري حقونو سیستماتیک نقض او د افغانستان د بنسټیزو نړیوالو ژمنو تر پښو لاندې کول ونه منو.»
خوزه مانوئل آلبارس زیاته کړې، هېڅ حکومت هغه مهال د مشروعیت ادعا نه شي کولای، چې د ښځو انساني کرامت په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کوي.
هغه ټینګار کړی: «موږ به هېڅکله دا ونه منو چې د ښځو او نجونو حقونه د سیاسي، اقتصادي یا امنیتي ګټو لپاره د معاملې وسیله وګرځول شي. ستاسو حقونه، ازادي او انساني کرامت د معاملې وړ نه دي.»
د هسپانیې دغه چارواکي ویلي، چې د طالبانو له رژیم سره مخالفت د افغانستان له خلکو سره د مخالفت په معنا نه دی او باید د ظلم کوونکو او د ظلم له امله د زیانمنو شویو خلکو ترمنځ توپیر وشي.
نوموړي زیاته کړې: «له همدې امله، موږ د افغانستان د ټولو خلکو د ملاتړ او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د هواري لپاره خپلې ژمنې ته دوام ورکوو؛ هغه ناورین چې بېوزلي، د خوړو نه خوندیتوب، جبري بېځایه کېدل او د نړیوالو مالي مرستو کمښت لا پسې سخت کړی دی.»
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې ښځې یوازې د ښځینهوالي له امله تر خپل واک او محدودیتونو لاندې ساتلې دي.
هغه ویلي، چې د طالبانو له لوري د روان کال په جنورۍ میاشت کې پر خلکو تحمیل شوی جزایي قانون د انسانیتوژنې یوه ټکان ورکوونکې بېلګه او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د بنسټیز کېدو په لور بل ګام دی.
نوموړي زیاته کړې: «موږ باید دې وضعیت ته په خپل اصلي نوم اشاره وکړو؛ جنسیتي اپارتاید. دا یو داسې جنایت دی چې له تبعیض څخه هم ورهاخوا دی. د دغه نظام پایلې د افغانستان ټولنه رانغاړي، ځکه هېڅ هېواد هغه مهال راتلونکی نه شي جوړولای چې د خپل نفوس نیمایي برخه چوپتیا او له ټولنیز ژوند څخه محرومیت ته محکومه کړي.»
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو ملاتړ کوي او د بشریت ضد جنایتونو کنوانسیون په راتلونکو مذاکراتو کې به د دغه کنوانسیون په متن کې د جنسیتي اپارتاید د شاملولو لپاره هڅې وکړي.
هغه ویلي، چې هسپانیه د افغانستان په اړه د خپلواکې څېړنې د میکانیزم د رامنځته کولو لپاره هم مالي مرسته کوي.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې د عدالت نړیوالې محکمې او د جرمونو نړیوالې محکمې ملاتړ کوي او دغه محکمې مهم رول لري، څو د تر ټولو جدي جنایتونو عاملین له مجازاتو پاتې نه شي.
