د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) اعلان کړی چې درې تېلوړونکې بېړۍ د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال، سره له دې چې د امریکا پوځي بدرګه ورسره وه، له سمندري ماینونو سره لګېدلې او چاودېدلې دي.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک نن سهار (سېشنبه، د قوس ۳مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له چاودنو وروسته په دغو بېړیو کې اور لګېدلی دی.
د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي:
«له دغو تېلوړونکو بېړیو څخه یوه د تنګي په جنوبي ساحل او دوه نورې یې د هرمز تنګي په ختیځه برخه کې، په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ تر پراخې هوايي ساتنې لاندې وې، له سمندري ماینونو سره لګېدلې او د زورورو چاودنو له امله اور اخیستی دی.»
د ایران د سپاه پاسداران سمندري قوماندانۍ خبرداری ورکړی چې:
«د هرمز تنګی د ناقانونه لارو د ازمېښت او د سمندري خبرداریو د له پامه غورځولو ځای نه دی.»
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام)، چې د ایران پر وړاندې د جګړې د عملیاتو او د ډونالډ ټرمپ په وینا، د هرمز تنګي له لارې د ازادې سمندري تګ راتګ د ساتنې مسؤلیت لري، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپاه پاسداران ویلي چې د دغو بېړیو د چاودنو او اورلګېدنې انځورونه به په راتلونکو ساعتونو کې خپاره کړي.
