د طالبانو د کونړ امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت د منورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «ډاټسن» ډوله موټر د چپه کېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي او پنځه نور کسان ټپیان دي.
د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه نن (دوشنبه، د قوس ۲مه) له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د منورې ولسوالۍ په «کرورو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کونړ امنیه قوماندانۍ ویلي، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د چارواکو په وینا، د پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه وه، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي او سلګونه نور ټپیانوي.
د دغو پېښو عمده لاملونه د سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د ترافیکي نښو نشتوالی بلل کېږي.
