جنسن هوانګ د دوشنبې په ورځ د کارکوونکو له تود هرکلي سره د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سانتا کلارا ښار کې د انوېډیا شرکت مرکزي دفتر ته ستون شو.
دا بېرته راستنېدل له هغې پېښې دوه اوونۍ لږ وروسته کېږي، چې د واده له اړیکې بهر د هغه د اړیکو، په ګډون له یوې داسې ښځې سره د اړیکې د افشا کېدو له امله چې پر چین د جاسوسۍ شک پرې کېږي، نوموړي د اجرائیوي رییس له دندې استعفا کړې وه.
۶۳ کلن هوانګ، چې تور کوټ یې اغوستی و، د کارکوونکو په منځ کې راڅرګند شو. کارکوونکو یې په تودو احساساتو هرکلی کاوه او هغه ورته وویل: «دا ځل به تر پخوا غوره اجرائیوي رییس واوسم.»
انوېډیا پرون اعلان وکړ چې جنسن هوانګ یې بېرته د دغه شرکت د اجرائیوي رییس په توګه ټاکلی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې «سمه او پرځای» بللې ده.
د جنسن هوانګ له بېرته ټاکل کېدو وروسته د انوېډیا ونډې ۳۱.۵ سلنه لوړې شوې، چې له امله یې په «وال سټریټ» کې هم د ونډو ارزښت لوړ شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، «د هوانګ چټک بېرته راستنېدل د هغه شرکت مدیریت ته، چې څه باندې درې لسیزې مخکې یې په ګډه بنسټ ایښی و، د بېرته راستنېدو یوه حیرانوونکې کیسه ده؛ دا راستنېدل په واشنګټن، بازارونو، د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت او جیوپولیټیک کې د هغه نفوذ څرګندوي.»
په لاس انجلس کې د خصوصي پانګونې د «پاتریارک» شرکت مشر اریک شیفر رویټرز ته ویلي: «د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګهوالو لپاره جنسن تر الویس پریسلي هم لوی دی.»
رویټرز لیکلي چې هوانګ د مصنوعي ځیرکتیا د ودې له مهمو څېرو څخه دی او رول یې د انوېډیا شرکت تر مدیریت ډېر پراخ شوی دی. هغه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له قانون جوړوونکو، سوداګریزو شریکانو، پېرودونکو او عرضهکوونکو سره د نږدې اړیکو په جوړولو سره د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د پراخو پانګونو زمینه برابره کړې ده.
د دغه رسنۍ د راپور له مخې، د اوراکل شرکت مشر لاري الیسن او ایلان ماسک هم له هغو میلیاردرانو څخه دي چې د انوېډیا ګرافیکي پروسس کوونکو ته د لاسرسي لپاره هوانګ ته اړتیا لري. الیسن په ۲۰۲۴ کال کې ویلي وو چې دی او ماسک د دغو چپونو د ترلاسه کولو لپاره په یوه ډول له جنسن هوانګ څخه «زاري کوي».
رویټرز زیاته کړې چې په اسیا کې له هوانګ سره د یوه موسیقۍ ستوري په څېر هرکلی کېږي. د تایپي او سیول په واټونو کې مینهوال یې شاوخوا راټولېږي او ترې غواړي چې پر کتابونو، پوسټرونو او ان د دوی پر بدنونو لاسلیکونه وکړي.
خو د هغه جنجالي بېرته راستنېدو یو ځل بیا د دې پوښتنې په اړه اندېښنې راپورته کړې چې انوېډیا تر کومه حده پر هوانګ متکي ده. همداراز، د دغه شرکت له خوا د مصنوعي ځیرکتیا په هغو نوو شرکتونو کې د میلیاردونو ډالرو پانګونې هم اندېښنې راپارولې دي چې د انوېډیا د چپونو پېرودونکي دي.
د هوانګ استعفا دا پوښتنه راپورته کړې وه چې ایا د مصنوعي ځیرکتیا اکوسیستم او د «کورویو» او «نیبیوس» په څېر شرکتونه د هغه له شتون پرته خپلې ودې ته دوام ورکولی شي که نه. د دغو شرکتونو ونډې د دوشنبې په ورځ په پام وړ کچه لوړې شوې.
د «جيجيجي» مشورتي شرکت شریک بیل ګنډرسن رویټرز ته ویلي: «لیدل کېږي چې څنګه یو کس د دې صنعت په دومره مهمه څېره بدلېدای شي. هغه له دندې لرې کېږي او هر څه ګډوډېږي؛ خو کله چې بېرته راشي، هر څه بیا ښه کېږي.»
د رویټرز د راپور له مخې، هوانګ د انوېډیا د شاوخوا ۳.۶ سلنه ونډو په لرلو سره د دغه شرکت پنځم لوی ونډهوال دی؛ خو د مېټا او سپېسایکس په څېر شرکتونو د بنسټاېښودونکو خلاف، هغه داسې ځانګړې ونډې نه لري چې د اضافي رایې حق ورکړي او په دې توګه پر شرکت اغېزمن کنټرول ولري.
هغه د خپلې مستقیمې مدیریتي تګلارې او د شرکت د ستونزو په حل کې د شخصي لاسوهنې له امله پېژندل کېږي. شاوخوا ۶۰ مدیران په مستقیم ډول هغه ته راپور ورکوي، چې نږدې ټول یې د انجینرۍ په برخو کې، لکه د حافظې چپونه، شبکه، ګرافیکي پروسس کوونکي او مرکزي پروسس کوونکي، کار کوي.
رویټرز لیکلي چې هوانګ د مارچ په میاشت کې په یوه پوډکاسټ کې ویلي وو: «د ډېرو شرکتونو سازماني جوړښتونه یو بل ته ورته دي او دا زما لپاره هېڅ معنا نه لري. د یوه شرکت جوړښت باید د هغه چاپېریال انعکاس وي چې پکې فعالیت کوي.»
نوموړي په هغو نوو شرکتونو کې هم فعال رول لوبولی چې انوېډیا پکې پانګونه کړې ده؛ د بېلګې په توګه، له دغو شرکتونو سره یې د پېرودونکو په موندلو کې مرسته کړې او د پانګهوالو د راجلبولو په غونډو کې یې ګډون کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د هوانګ نفوذ څرګند شو؛ هغه مهال چې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، د انوېډیا د ریاست لپاره د هغه په بېرته ګومارلو کې یې مهم رول درلود او د دغه جنجالي اجرائیوي رییس ملاتړ یې وکړ. ټرمپ وویل: «هغه هېڅ ناسم کار نه دی کړی» او هوانګ یې «یو نابغه» وباله.
د دغه رسنۍ په راپور کې راغلي چې د هوانګ بېرته راستنېدو ډېر کسان حیران کړل او د امریکا د دواړو ګوندونو قانون جوړوونکو د هغه له بیا ګومارنې سره سخت مخالفت وکړ. خو دې پېښې یو ځل بیا دا انګېرنه پیاوړې کړه چې د لویو ټکنالوژیکي شرکتونو ځینې مشران نهبدلېدونکي ګڼل کېږي؛ دا هغه څه دي چې د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د حیاتي اهمیت لرونکي شرکت لپاره لوی خطر بلل کېږي.
د بریتانیا د هنلي سوداګرۍ پوهنځي د شرکتي حکومتولۍ او اخلاقو استادې «نادا کاکابادسه» ویلي: «کله چې اجرائیوي رییس دومره لوی شي چې له دندې یې لرې کول ناشوني شي، نو د مدیره پلاوي دنده نور د هغه لرې کول نه وي؛ بلکې باید د هغه واک محدود او کړنې یې وڅاري.»
