ځایي سرچینې وايي، د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار په یوه موټر کې د ګاز له امله د اور لګېدو په پېښه کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه نن ماسپښین دوه بجې (سېشنبه، د لیندۍ ۳مه) د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار، د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند د «تنګي» په سیمه کې په یوه فلډر موټر کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، د پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي چې کابل ته د چکر لپاره روان وو.
د سرچینو په خبره، په موټر کې د ګازو د سیستم تخنیکي ستونزه د دې پېښې لامل شوې ده.
د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار تر دې وړاندې هم د ترافیکي پېښو او د موټرو د اور اخیستو ورته پېښې رامنځته شوې دي.
