د اذربایجان حکومت پنځه افغان وګړي د ناقانونه پولې اوښتو په تور محاکمه کړي او هر یو یې په یو کال او اتو میاشتو بند محکوم کړی دی.
د اذربایجان د «APA» خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو کسانو د بند حکم نن (سېشنبه، د قوس ۳مه) د دغه هېواد په سوېلي سیمه، استارا ولسوالۍ کې د یوې محکمې له لوري صادر شوی دی.
د راپور پر بنسټ، دغه پنځه افغان وګړي به د بند د مودې له بشپړېدو وروسته له اذربایجان څخه وشړل شي.
یاد کسان هغه مهال د اذربایجان د سرحدي ځواکونو له لوري په استارا سیمه کې نیول شوي وو، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه له ایران څخه د اذربایجان جمهوریت ته واوړي.
د اذربایجان رسنیو نه دي روښانه کړي چې دغه کسان څه وخت نیول شوي او له محاکمې وړاندې یې څومره موده په توقیف کې تېره کړې ده.
