کونړ کې اورلګېدنې شاوخوا ۱۰ جریبه ځنګل سوځولی

د کونړ ولایت د نرۍ ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۱۰ جریبه ځنګل سوځېدلی دی.

ځايي سرچینې وايي، دغه اورلګېدنه تېره شپه ناوخته د نرۍ ولسوالۍ د «دانچګل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو د اور د مهارولو لپاره هڅې کړې او د هغې د لا پراخېدو مخه یې نیولې ده، خو بیا هم شاوخوا ۱۰ جریبه ځنګلي ساحه د اور خوراک شوې ده.

سرچینو د اورلګېدنې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي او په کونړ کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کونړ په ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته کېږي؛ په تېرو کلونو کې هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اورلګېدنو له امله لسګونه جریبه ځنګلونه سوځېدلي دي.

تر کونړ سربېره، د نورستان په ځنګلونو کې هم په تېرو کلونو کې اورلګېدنې رامنځته شوې او د ځنګلي سیمو د زیانمنېدو لامل شوې دي.

ځنګلونه د چاپېریال د ساتنې، د هوا د پاکوالي او د طبیعي سرچینو د دوام لپاره مهم ارزښت لري او د اورلګېدنو له امله یې له منځه تلل د سیمې طبیعي چاپېریال ته زیان رسوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته