د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت نسکورول او د دغه هېواد د نظام بدلول د ده د جګړې موخه نه ده، بلکې دا د اسرائیل هدف دی.
ټرمپ د سېشنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) په سپینه ماڼۍ کې د نیویارک پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې په جګړه کې د ده اساسي لومړیتوب د دغه هېواد د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی دی.
هغه د ایران د نظام د بدلون په اړه ویلي: «د اسلامي جمهوریت د پای ته رسولو په اړه د اسرائیل هدف ښايي ترلاسه کېدونکی وي، خو دا زما هدف نه دی.»
ټرمپ زیاته کړې: «زه یوازې نه غواړم چې هغوی اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي. ما هېڅکله د نظام د بدلون ملاتړ یا مخالفت نه دی کړی او دا موضوع هېڅکله زما د پرېکړو له معیارونو څخه نه وه.»
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د ایران د پوځي وړتیاوو د له منځه وړلو ادعا کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد سمندري او هوايي ځواکونه، د هوايي دفاع سیستمونه او مشران له منځه وړل شوي دي.
هغه د جګړې د پای ته رسولو په اړه ویلي: «موږ بریالي شوي یوو، هر وخت چې وغواړو، کولای شو دا جګړه پای ته ورسوو.»
ټرمپ په دې مرکه کې د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو د دوام او لګښتونو په اړه هم خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، د ایران جګړې لپاره بودجه د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ میاشتې تر پایه نږدې تأمین شوې ده.
هغه همدارنګه ادعا کړې، چې د امریکا د کانګرس ډیموکراتان، سره له دې چې د کانګرس د اکثریت له ترلاسه کولو سره به خپل کار پیل کړي، نه شي کولای د پوځي عملیاتو مخه ونیسي.
