پاکستانی فضانورد د چین په ګډ ماموریت کې د ځمکې مدار ته ولاړ

چین نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۴مه) د «شنژو-۲۴» په نوم درې فضانورد لرونکې فضايي بېړۍ فضا ته وتوغوله، چې په کې د محمد ذیشان علي په نوم یو پاکستانی وګړی هم شامل دی.

دا ماموریت د چین او پاکستان ترمنځ د فضايي ستراتیژیکې همکارۍ په چوکاټ کې ترسره کېږي. دا د چین په «تیانګونګ» فضايي تمځای کې د یوه بهرني فضانورد لومړی حضور او د یوه پاکستانی وګړي لومړی ځل دی چې د ځمکې مدار ته ځي.

د «شنژو-۲۴» فضايي بېړۍ د چین پر ځايي وخت د سهار په ۸ بجو او ۱۸ دقیقو، د «لانګ مارچ-۲اېف» توغندي په وسیله د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د جیوچوان له فضايي مرکز څخه وتوغول شوه او د سهار په ۱۱ بجو او ۵۶ دقیقو د تیانګونګ فضايي تمځای سره ونښلول شوه.

د چین دولتي خبري اژانس «شینهوا» په یوه راپور کې لیکلي، چې د دغه هېواد فضايي ادارې د یادې بېړۍ توغول بریالي اعلان کړي دي.

محمد ذیشان علي، چې پخوا د پاکستان د هوايي ځواک پیلوټ و، په دغه ماموریت کې د محمولې د متخصص په توګه ګډون لري.

هغه له دوو چینايي فضانوردانو، تانګ هونګبو، چې د ماموریت مشري کوي، او وو یي، چې د الوتنې تخنیکي مسوول دی، سره یوځای فضايي تمځای ته تللی دی.

علي په چین کې شاوخوا اووه میاشتې روزنې وروسته د دغه ماموریت لپاره ټاکل شوی دی.

ټاکل شوې، چې نوموړی به شاوخوا یوه اوونۍ د چین په فضايي تمځای کې پاتې شي او له چینايي فضانوردانو سره به په څه باندې ۹۰ علمي او ټکنالوژیکو ازموینو کې برخه واخلي. دوی به د بیوټکنالوژۍ او موادو په برخو کې د چین او پاکستان څلور ګډې پروژې هم عملي کړي.

وروسته به علي له دوو نورو چینايي فضانوردانو سره، چې د «شنژو-۲۳» فضايي بېړۍ په وسیله د تیانګونګ فضايي تمځای ته تللي وو، بېرته ځمکې ته راستون شي؛ خو تانګ هونګبو او وو یي به د ماموریت د دوام لپاره په فضايي تمځای کې پاتې شي.

دغه ماموریت د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو د فضايي همکاریو د هوکړې په چوکاټ کې ترسره شوی دی. چین غواړي د دې همکارۍ له لارې په تیانګونګ فضايي تمځای کې نړیوال مشارکت پراخ کړي.

بیجینګ همدارنګه پلان لري، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل فضانوردان سپوږمۍ ته ولېږي او د انسانانو په ګډون د فضايي الوتنو او اکتشافي پروګرامونو په پراختیا سره د نړۍ د مهمو فضايي قدرتونو په ډله کې خپل ځای پیاوړی کړي.

له ذیشان علي مخکې، نامیرا سلیم په ۲۰۲۳ کال کې فضا ته تللې وه؛ خو علي لومړنی پاکستانی دی، چې د ځمکې مدار ته داخل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته