په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، شپږ «وسلهوال غله» له خپلو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ، پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي، چې دغه کسان نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۴مه) د شپې شاوخوا دوه بجې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو کسانو موټر د طالبانو د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې و او څو ځله ورته د درېدو امر شوی و؛ خو هغوی له درېدو ډډه کړې او په پای کې ټول شپږ کسان په متقابلې ډزې کې وژل شوي دي.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې له دغو کسانو څخه درې میله ټوپک او دوه قبضې برچې هم ترلاسه شوې دي.
طالبانو دوه ورځې مخکې هم په کابل کې د درېیو «وسلهوالو غلو» د وژل کېدو خبر ورکړی و.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې څو ځله ادعا کړې، چې «وسلهوال غله» یې له خپلو ځواکونو سره په نښتو کې وژلي دي؛ خو په ځینو مواردو کې خپلواکو سرچینو ویلي، چې وژل شوي کسان غله نه، بلکې عادي وګړي وو.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید