اطلاعات روز: په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، چې د طالبانو حکومت له مشرانو سره د ۸۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) بېخبنایي پروژه کې د افغانستان د یو ځایکېدو په اړه غږېدلی دی.
د پاکستان سفیر پرون (دوشنبه، د تلې ۵مه) رویټرز ته ویلي: «سیمهییزې اړیکې د افغان مشرتابه سره زموږ د بحث مهم عنصر او له افغانستان سره زموږ د اقتصادي ښکیلتیا لپاره لاره ده.»
منصور احمد خان دا هم وویل چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د زیربناوو جوړولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ انرژي نښلولو او دغه راز منځنۍ اسیا سره د سوېلي اسیا د نښلولو لپاره ښه فرصت او ظرفیت چمتو کوي.
د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د یو کمربند او یوې لارې پروژې (BRI) طرحې مرکزي برخه ده چې د هغې پر بنسټ، چین په پاکستان کې له ۶۰ میلیارده زیاتو ډالرو په ارزښت زېربنایي پروژو لپاره ژمنه شوې ده.
په کابل کې د پاکستان سفیر رویټرز ته وویل، هغه په دې باور دی چې د CPEC او نورو ګاونډیو هیوادونو لکه ایران، چین او منځنۍ اسیا په شمول له پاکستان سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې لیوالتیا لري.
د رویټرز د راپور پر اساس، په تیرو ورځو کې د پاکستان، چین او روسیې چارواکو د طالبانو له چارواکو سره لیدنه کړې ده. د پاکستان سفیر ویلي چې امنیت او پراختیا د بحث وړ دوه اصلي موضوعات دي او دا تمه کیږي چې دا هیوادونه په ټولیزه توګه خپلو مشورو ته دوام ورکړي او راتلونکي کې هم له طالبانو سره وګوري.
د روان کال د زمري په ۲۴مه نېټه د طالبانو په لاس د افغانستان له پرځېدو راهیسې، دا هېواد اقتصادي کړکېچ کې غورځېدلی دی؛ ځکه دې هیواد سره نړیوالې مرستې په لویه کچه بندې شوې او په مېلیونونو ډالر د مرکزي بانک شتمنۍ بهر کې کنګل شوې دي. دې کار د مرکزي بانک سیسټم باندې فشار راوړی او د ډیرو ډالرو معاملو مخه یې نیولې ده.
منصور احمد خان ویلي، پاکستان په دې هڅه کې دی چې نړیوالې ټولنې سره بحث وکړي او پر بانکي سیستم محدودیتونه راکم کړي.