محمد يعقوب مجاهد ادعا کړې ده چې پر افغانستان د طالبانو په بيا واکمنېدو سره په دې هيواد کې جګړه په بشپړه توګه ختمه شوې او سراسري امنيت ټينګ شوی دی.
د اهل هنودو او سيکانو استازي وايي چې د هغوی اکثريت ملکيتونه په کابل ښار کې غصب شوي دي.
د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ ويلي چې د طالبانو له لوري د يوې اغېزناکې ستراتېژۍ نشتون د دې لامل شوی دی چې په افغانستان کې سلفي – جهادي ډلې غښتلې شي.
د بشرپالو قوانينو پر اساس د اعدامونو، د جبري ورکو شويو، شکنجې او تښتول شويو ماشومانو کورنۍ بايد وپوهېږي چې پر هغوی څه تېر شوي دي.
دې بنسټ نن پر فيسبوک ليکلي چې د نجونو محرومول په جدي توګه د هغوی رواني حالت زيانمنوي او د افغانستان د پرمختګ مخنيوی کوي.
د بښنې د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې همدا راز په دې کال کې پر هزاره ګانو د کوچيانو له لوري د بريد پېښې هم شوې دي.
اغلې اوتنبايوا په دې ليدنه کې په سيمه کې د سولې او ثبات په لړ کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د نړيوالې همکارۍ او له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د بيا يو ځای کېدو په اړه معلومات ورکړي دي.
ده زياته کړې چې حکمتيار ته د کور ته د خالي کولو په موخه يوه اونۍ وخت ورکړل شوی و، خو دا فرصت تر پسرلي پورې تمديد شو او طالبانو ورته کور هم پيدا کړ.
دی زياتوي: «دا هر څه ستاسو د ډيموکراسۍ خلاف دي، د دې هر څه په اړه به له تاسو سره مقابله کول دوام ولري.»
ښاغلي مجاهد په يوه غږيز پيغام کې چې نن د طالبانو تر کنټرول لاندې «ملي راډيو» له لوري خپور شوی، وايي چې د يوناما د ماموريت تمديد به «د افغانستان په خير وي».