طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ویلي چې دې هېواد په یوه پېړۍ کې درې ستر قدرتونه مات کړي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت لهخوا نن (چهارشنبه، د زمري ۲۸مه) په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې بریتانیا د یوې «جهادي معرکې» په پایله کې اړ شوه چې د افغانستان خپلواکي ومني.
طالبانو ویلي، ۱۰۷ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان خلکو په «یوه پیاوړې جهادي معرکه» کې انګلیسان «مجبور» کړل چې د افغانستان بشپړه خپلواکي ومني او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ واک افغانستان ته وسپاري.
طالبانو د شوروي اتحاد په ۱۹۸۹ کال او د امریکا په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو یادونه کړې او یو ځل بیا یې خپله دا ادعا مطرح کړې چې «افغانستان په یوه پېړۍ کې درې ستر نړیوال قدرتونه مات کړي دي».
د افغانستان د هغه رسمي دولتي روایت له مخې چې دا ورځ د هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په توګه لمانځي، ۱۰۷ کاله وړاندې، د ۱۹۱۹ کال د اګست پر ۱۹مه، د افغانستان له لوري د کورنیو چارو کمېشنر او د سولې د پلاوي مشر علي احمد خان، او د بریتانیا له لوري د هند د بهرنیو چارو وزیر او د پلاوي مشر سر اې. اېچ. ګرانټ، د راولپنډۍ تړون لاسلیک کړ.
دغه تړون د «درېیمې افغان ـ انګلیس جګړې» پای ته ورساوه. د تړون له مخې، د امانالله خان حکومت ته د بریتانیا مالي مرسته ودرول شوه او له هند څخه د وسلو د واردولو امتیاز لغوه شو. همدارنګه بریتانیا د افغانستان د بهرنیو اړیکو واک افغانستان ته وسپاره، چې همدا موضوع د افغانستان د «خپلواکۍ» بنسټ بلل کېږي.
«درېیمه افغان ـ انګلیس جګړه» د ۱۹۱۹ کال د مې میاشتې په لومړیو کې پیل شوه او شاوخوا یوه میاشت یې دوام وکړ. د بریتانیا د ملي پوځ د موزیم د شمېرو له مخې، په دې جګړه کې ۲۵۰ بریتانوي سرتېري ووژل شول او ۶۵۰ نور ټپیان شول.
له افغان لوري څخه د مرګژوبلې کره شمېرې نشته، خو په تاریخي اسنادو کې د جګړې په ډګرونو کې د شاوخوا زرو افغانانو د وژل کېدو یادونه شوې ده. سربېره پر دې، سلګونه نور کسان د جګړې پر مهال او له جګړې وروسته د ټپونو او ناروغیو له امله مړه شوي دي.
