د احمد مسعود په مشرۍ «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان د مقاومت د «معنوي پانګې او اخلاقي اعتبار» د زیانمنولو لپاره رواني جګړه پیل کړې ده.
د دې جبهې په اعلامیه کې، چې نن (پنجشنبه، د وږي ۵مه) خپره شوې، راغلي چې طالبان هڅه کوي د ښځو له نوم څخه په استفادې، د سایبري لښکرو او ډیجیټلي بوټونو په کارولو او له «متعصبو کړیو» سره په همغږۍ، د مقاومت معنوي پانګه او اخلاقي اعتبار زیانمن کړي.
جبهې ادعا کړې چې دا «استخباراتي او څو پوړیزه پروژه» د بیتالمال د شتمنیو په لوټولو او له بهرنیو مرستو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې، د میلیونونو ډالرو په لګښت تمویلېږي.
د ملي مقاومت جبهې ویلي چې طالبان په تېرو پنځو کلونو کې د مقاومت د انکار او ځپلو په برخه کې «ناکام» شوي او اوس، د مقاومت د ځپلو په برخه کې د پوځي بنبست، د ولسي مشروعیت د نشتوالي او نړیوال انزوا له امله، یوې نوې سناریو ته مخه کړې ده.
د جبهې په وینا، طالبان د خپلو کورنیو او نړیوالو ملاتړو په ملاتړ پراخه رواني او فکري جګړه پیل کړې ده.
دې جبهې له خلکو غوښتي چې په «بشپړې هوښیارۍ» سره د استخباراتي هڅو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې عامه او مجازي فضاوې د طالبانو د رواني جګړې د موخو لپاره وکارول شي.
دا اعلامیه یوه اوونۍ وروسته له هغې خپره شوې چې د دې جبهې یو قوماندان، حسیب پنجشیری، ووژل شو. پنجشیری تېره اوونۍ له دوو نورو کسانو سره په سالنګ کې ووژل شو.
ملي مقاومت جبهې تر اوسه د حسیب پنجشیري او د هغه د ملګرو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړي.
د طالبانو اړوند رسنۍ ادعا کوي چې حسیب پنجشیری په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته داخل شوی و او په سالنګ کې د یوه کمین پر مهال وژل شوی دی.
د پنجشیري وژل کېدو پراخ غبرګونونه او خواخوږي راپارولې ده. د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفو جریانونو د هغه د وژل کېدو له امله خواشیني څرګنده کړې، خو د طالبانو اړوندو رسنیو هغه تورونه بیا مطرح کړي چې د پخواني حکومت پر مهال پر حسیب پنجشیري لګېدلي وو او هغه یې «غله» بللی دی.
طالبانو همداراز یو شمېر هغه افغانان نیولي چې د حسیب پنجشیري له وژل کېدو وروسته یې له هغه سره خواخوږي څرګنده کړې وه.
