طالبان یو ځل بیا په کابل کې د امریکا د سفارت د پرانیستلو غوښتنه وکړه

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، دغه ډله له واشنګټن سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده او غواړي چې په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي.

مجاهد له «آرټي هند» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې، چې د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) خپره شوې، ویلي چې طالبان له ټولو هېوادونو، د امریکا په ګډون، سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

هغه ویلي: «د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې ډېرې مهمې دي او موږ غواړو چې دا اړیکې ښې پاتې شي.»

د طالبانو ویاند له امریکا غوښتي چې د «جګړې د وخت سیاست» بدل کړي.

مجاهد ویلي: «موږ غواړو چې د امریکا سفارت یو ځل بیا په افغانستان کې فعال شي، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم پرانیستل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته پیل شي.»

نوموړي په دې اړه چې که امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل شوې شتمني آزاده کړي، نو د دواړو هېوادونو پر اړیکو به څه اغېز ولري، ویلي چې دا کار به «له شک پرته» له امریکا سره د طالبانو د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې چې د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه د افغانستان مرکزي بانک پورې اړه لري چې د مالي پشتوانې په توګه ساتل کېږي، او هغه برخه چې د ملي سوداګرو اړوند ده، بېرته به هغوی ته وسپارل شي.

د طالبانو ویاند د اسلامي هېوادونو له لوري د دې ډلې د نه په رسمیت پېژندلو په اړه هم خبرې کړې دي.

مجاهد ویلي چې طالبان له اسلامي هېوادونو، لکه سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان سره «عادي اړیکې او رسمي تعامل» لري.

هغه زیاته کړې چې اوس مهال د دغو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي او په یادو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي؛ خو دا چې دغه هېوادونه په علني ډول د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع نه اعلانوي، «د هغوی خپله مسئله ده.»

مجاهد په دې مرکه کې د بشري حقونو رعایت ته د طالبانو د نړیوال مشروعیت مشروط کول «ناانصافي» بللي دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه لرې کولی شي، ویلي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د داسې شرایطو ټاکل «ناانصافي» ده.

مجاهد ویلي چې طالبان مشخصه جغرافیه لري او خلکو ته خدمات وړاندې کوي، نو باید په رسمیت وپېژندل شي؛ خو د ملګرو ملتونو له لوري د «اضافي شرایطو» ټاکل ناعادلانه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي، خو تر اوسه یوازې روسیې دغه ډله په افغانستان کې د «حکومت» په توګه په رسمیت پېژندلې ده.

سره له دې چې طالبانو څو ځله له امریکا سره د عادي اړیکو او په کابل کې د امریکا د سفارت د بېرته فعالېدو غوښتنه کړې، خو واشنګټن تر اوسه د طالبانو دغې غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته