«د آزادۍ جبهه»: طالبانو واک غصب کړ، خو مشروعیت یې ترلاسه نه کړ

Oplus_131072

«د افغانستان د آزادۍ جبهې» د جمهوري نظام د سقوط او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې دې ډلې یوازې د واک په غصبولو توانېدلې، خو د حکومتولۍ لپاره یې سیاسي مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.

دې جبهې نن، شنبه، د زمري په ۲۴مه، په یوه اعلامیه کې لیکلي چې طالبانو افغانستان په یوه ژور سیاسي بن‌بست کې اچولی دی.

«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ویلي: «طالبانو واک غصب کړی، خو د سیاسي مشروعیت او حکومتولۍ اساسي ستونزه یې نه ده حل کړې.»

دې جبهې زیاته کړې چې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ د افغانستان خلکو، سیمې او نړیوالې ټولنې ته د روښانه قضاوت لپاره کافي فرصت برابر کړی دی.

د دې جبهې په وینا، دا حقیقت څرګند شوی چې «طالبانو سره له دې چې پر ټوله خاوره واکمني لري او د دولت ټول وسایل یې په خپل اختیار کې اخیستي، نه دي توانېدلي چې د زور پر بنسټ رامنځته شوې واکمني په یوه مشروع، ټول‌شموله او باثباته سیاسي نظام بدله کړي.»

«د افغانستان د آزادۍ جبهې» له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د دې ډلې د ماهیت د سنجولو «تر ټولو څرګند معیار» بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د ښځو له مشارکت پرته نه شي کولای دوامداره پرمختګ ته ورسېږي؛ ځکه ټولنیز امنیت، بشري پانګه، سالم مالي نظام، د پانګه‌والو باور او له سیمه‌ییز او نړیوال اقتصاد سره عادي اړیکې د ښځو له ګډون سره تړاو لري.

د طالبانو دې وسله‌والې مخالفې جبهې خبرداری ورکړی چې باید دا ناسمه خبره ونه منل شي چې که طالبان له واکه لاړ شي، نو د هغوی ځای به داعش خراسان یا د طالبانو ایډیالوژیک همفکران ونیسي؛ بلکې د طالبانو پر ځای به یو مشروع او عصري دولت رامنځته شي.

«د افغانستان د آزادۍ جبهې» د طالبانو د واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت له دې ډلې سره د مبارزې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تر آزادۍ او د یوه ولسواک نظام تر رامنځته کېدو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

دې جبهې ویلي چې له طالبانو څخه وتل یوازې د وسله‌والې مبارزې له لارې ممکن نه دي، بلکې پر سیاسي فعالیتونو او مدني مبارزو یې هم ټینګار کړی دی.

«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ویلي چې د دې جبهې وروستی هدف داسې افغانستان دی چې «هلته قانون پر واکمن لوړ وي، رعیت د وګړي پر ځای، رایه د ټوپک پر ځای، او سیاسي سیالي د واک پر سر د جګړې پر ځای شي» او «نور هېڅ افغان وګړی د حکومت د بدلون یا د هغې له ظلمونو څخه د خلاصون لپاره اړ نه شي چې وسله واخلي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته