د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن وايي، پنځه کاله کېږي چې طالبان په افغانستان کې بېرته واک ته رسېدلي، خو په دې موده کې طالبانو هېڅ بدلون نه دی کړی؛ برعکس، اروپا بدله شوې او افغانان یې یوازې پرېښي دي.
مېرمن نیومن نن، جمعه د زمري ۲۳مه، پر اېکس لیکلي چې اروپا «د افغانستان اتباع یوازې پرېښي دي».
هغې ویلي: «پنځه کاله مخکې مو پوښتنه کوله: څنګه کولی شو افغانان د طالبانو په وړاندې وساتو؟ نن ډېری وخت پوښتنه کوو: څنګه له طالبانو سره د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره همکاري وکړو؟ طالبان نه دي بدل شوي؛ خو موږ بدل شوي یو او افغانان مو یوازې پرېښي دي.»
هغې زیاته کړې چې د هغو خلکو انځورونه به هېڅکله هېر نه شي چې د الوتنې پر مهال یې د یوې پوځي الوتکې سره ځانونه نښلولي وو، هغه میندې او پلرونه چې خپل ماشومان یې له اغزن سیم څخه پورته کول، او هغه کسان چې پر پردیو یې تر خپل هغه راتلونکي ډېر باور کړی و چې د طالبانو تر واک لاندې یې په تمه و.
نیومن ویلي چې «د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه زموږ ماتې وه، او موږ په دې پوهېدو.»
د اروپايي پارلمان دا غړې وايي، په هغه وخت کې د جرمني مشرانو د «اخلاقي مسوولیت» خبره کوله او ژمنه یې کړې وه چې افغانان به نه پرېږدي او د هغوی د خوندیتوب ډاډ به ورکوي.
خو د هغې په وینا، پنځه کاله وروسته، په داسې حال کې چې ښځې او نجونې په منظم ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي، ښوونځي، پوهنتونونه، دندې او پارکونه د ښځو پر مخ تړل شوي او په عام محضر کې د وهلو او سنګسارولو سزاوې بېرته راګرځېدلې دي، اروپا افغان اتباع یوازې پرېښي دي.
نیومن وايي، دا له پامه غورځول د «تخنیکي خبرو اترو»، «د کډوالۍ مدیریت» او «قونسلي همکارۍ» تر نومونو لاندې ترسره کېږي.
هغې په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د طالبانو د استازو د منلو په اړه هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «دا تخنیکي موضوع نه ده؛ بلکې ګام پر ګام عادي کول دي.»
د دې اروپايي پارلماني غړې په وینا، اوس په جرمني کې مېشت افغان کډوال د پاسپورټ، تذکرې، د کار اسنادو، واده او اقامې لپاره د هماغه رژیم استازو ته اړ دي چې دوی ترې تښتېدلي دي.
هانا نیومن وايي، په جرمني کې باید ملاتړ په دې معنا وي چې خلک له خپلو ځورونکو څخه ازاد وي؛ خو د افغان اتباعو په اړه بل ډول چلند شوی او اوس هغوی د «فراملي ځپنې» له وېرې سره مخ دي.
هغې لیکلي چې ځینو افغان اتباعو ورته ویلي، دوی وېره لري چې طالبان په برلین کې د سفارت او په بن کې د قونسلګرۍ له لارې د هغوی معلوماتو ته له لاسرسي وروسته، په افغانستان کې پر خپلو خپلوانو د وېرولو او فشار راوړلو لپاره له دغو معلوماتو کار واخلي.
نیومن د اروپايي ټولنې پر طالبانو د تعامل سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې اروپا په حقیقت کې «طالبانو ته دا پیغام ورکړی چې که کډوالي کنټرول کړي، نو کولی شي په اروپا کې نفوذ ولري.»
هانا نیومن ټینګار کړی چې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، دې ډلې په خپلو سیاستونو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی؛ خو د اروپا چلند له طالبانو سره بدل شوی دی.
دا د اروپايي پارلمان غړې تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو سره د اروپايي ټولنې پر تعامل نیوکه کړې ده. نوموړې په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له خوا د طالبانو د پلاوي د بلنې له سختو مخالفانو څخه وه او تېره میاشت یې خبرداری ورکړی و چې د دې اقدام په اړه به له اروپايي کمېسیون څخه په پارلمان کې حساب وغواړي.
