د دغه ګمرک طالب مدیر مولوی ذالفقار وايي، له ګاونډي پاکستان سره د راکړې ورکړې زیاتېدو او همدا رنګه په لویو لارو کې د ناقانونه پیسو اخیستلو مخنیوي له امله دوی وکولی شول، چې د تېر په پرتله په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.
د نوموړي په وینا په ښار کې یې د عوایدو هغه سرچینې هم بیرته فعاله کړې، چې په تېر نظام کې به یې له هټۍ والو د فساد او اړیکو له امله نشوی کولی، چې د ښاروالۍ اړونده عواید یې تر لاسه کړي وای.
دغه راپور موندلې چې افغانستان د فساد پر ضد د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو د رامنځته کولو په برخه کې «مثبت» ګامونه پورته کړي، خو په وینا یې چې لا هم ګڼې نیمګړتیاوې لکه د روڼتیا او حساب ورکولو د لا ډیرولو اړتیا پرځای پاته ده .
په دې پروژه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې قرارداد له یو ازبکستاني شرکت سګدیانا ټرانس (SE Sogdiana Trans) سره له کلونو راهیسې د پوښتنې وړ تمدید شوی دی. هغه قرارداد چې د تفتیش عالي ادارې راپور له مخې، له ګونګتیا او د فساد تورونو سره مخ دی.
دغې سرچینې ویلي، چې تېره ورځ له مرکز څخه ورغلي پلاوي د ننګرهار ګمرک رییس حشمت عليزی او د همدې ګمرک يو بل کارمن د فساد په تور له دندو ګوښه کړي دي.
د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس محمد نبي اطلاعات روز ته وویل، دوی د هغو کسانو تعداد مالوم کړی، چې معلول نه و او د اړیکو پر اساس یې د امتیازاتو اخیستلو لپاره خیالي کتابچې جوړې کړې وې.
په اسنادو کې ویل شوي، چې افکو ته ورکړل شوې ځمکه هیڅ مالي بقایه نه لري. عبدالحمید هلمندی وايي، هغه دوه کسان، چې وړیا ځمکه ورکړل شوې، د کندهار د پخواني والي زلمي ویسا ماشومان دي. دا وروسته له هغه ترسره شو، کله چې هغه په کندهار ولایت کې د محمود کرزي په وړاندې شکایت ثبت کړ.
د لیندۍ په اتمه دفاع وزارت د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا د مسلخ دولتي شرکت سره د دوه قلمه غوښې قرارداد اړوند د دوو پرېکړه په اړه لیکي چې د کمېسیون د ۴۳۰۹ پرېکړې څېړنې لپاره، د پالیسۍ او سټراټیژۍ ادارې مسوولین له مسلخ څخه له لیدلو وروسته، د هغې توانایي یې تایید کړې ده.
مدني فعال سیدجمال الدین اصف خېل وايي، د ولایتي چارواکو د نه پاملرنې له امله د هغو پروژو چارې چې پخوا باید بشپړې شوې وای، تر سره شوي کارونه یې هم د له منځه تلو په حال کې دي، نو په دې برخه کې له مرکزي ادارې غوښتنه کوي، چې د بیا رغونې برخه کې پکتیا ته پام وکړي.
نوموړي وویل، چې اداري فساد او د ځمکو غاصبینو پر وړاندې به په قاطعیت سره مبارزه وکړي. او په وینا یې چې د دې ترڅنګ ځینې نور لومړیتوبونه هم لري.