په خيريه بنسټونو کې د فساد ادعاوې؛ کندهاريان يې د بنديدو غوښتنه کوي

کندهار کې یو شمیر بې وزله کورنۍ ادعا کوي، چې په دې ولایت کې مرسته کوونکو بنسټونو پر دوی سوداګري پېل کړې او د دوی په نوم راغلې پیسې ورسره نیمایي کوي او هم یې د ویډیو په اخیستلو سره «بې عزتي» کوي.

اسدالله چې په کندهار ښار کې د بې وزلۍ شپې سبا کوي وایي، د یوه داخلي خیریه بنسټ کارکونکي یې کورته ورغلي او د ویډیو د اخیستلو پرمهال یې ۲۰زره افغانۍ ورکړي او ویلي یې دي چې «تر اسدالله مو ۲۰زره افغانۍ مرسته ورسوله» مګر دی شکایت کوي چې د ویډیو وروسته ورته وویل شول چې لس زره افغانۍ بیرته ورکړي ځکه په خبره یې چې دا د خیریه بنسټ حق جوړیږي.

هغه زياتوي: «اول راغلل ویل یې د کورنۍ څخه مو ويډيو کوو مرسته درسره کوو، چې ويډيو يې وکړه دوې هفتې ورک وو، بيا راغلل نو دوهم ځل يې ۲۰زره افغانۍ د ځان سره راوړې وې بيا يې ويډيو راڅخه وکړه ويل یې د کور ښځي او کوچنيان مو ټول راته راوباسئ چې ويډيو يې وکړه او تلل، باره يې لس زره افغانۍ بېرته راڅخه واخيستې ويل یې دا زمونږ حق کېږي موږ درته راټولې کړي، بالا ولاړل، خو په ويډيو کې يې ويل کې دادی تر اسد الله مو د ده ۲۰زره افغانۍ مرسته ورسوله.»

اسد الله زیاتوي، چې خیریه بنسټونو نه یوازې د ده سره یاده کړنه ترسره کړې بلکې د ګاونډیانو سره یې هم ورته کړنه ترسره کړې او مرستې یې ورته نیمایي رسولي دي.

هغه د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې کندهار او نورو ولايتونو کې خيريه بنسټونو وتړي او ورسره د مرستو شويو پيسو په تړوا حساب وکړي.

همدارنګه د پښتون په نوم د يوې بلې بې وزله کورنۍ سرپرست ادعا کوي چې د «مينه پال» په نوم د يوه خيريه بنسټ مسوول لخوا یې بې عزتي شوي او ناوړه چلند یې ورسره کړی دی.

هغه وویل: «يو کس زموږ کور ته راغلی ويلي يې دي چې زه مينه پال يم يوه ډله نور کسان ورسره هم وو، په خپل سر يې زموږ د ښځو او ماشومانو څخه ويډیو کړې چې موږ پيسې درکوو بيا يوه مياشت وروسته راغلی او ويډيو يې کړې چې ويډيو يې ختمه شوې زموږ د حجانۍ څخه يې بيرته پيسې اخستي او نيمې کړې يې دي ۷۰۰ ډالر وو د هغو څخه يې ۳۰۰ زموږ حجانۍ ته ورکړي نور يې بېرته ورڅخه اخيستني دي.»

نوموړی زیاتوي، چې کندهار کې د غريبو او بې وزلو کورنيو په نوم خیریه بنسټونو ته په لسګونه ميليونه افغانۍ راځي، خو په خبره یې چې له یوې یادې پیسې په پوره ډول اړمنو ته نه رسیږي او له بلې خوا یې د ویډیو په کولو سره بې عزتي کېږي.

دغه راز د کندهار يو بل اوسېدونکی حميد بیا پر خيريه بنسټونو تور پورې کوي چې د مرستې په بدل کې يې د نوموړي په ګډون د ډيری کورنيو بې عزتي کړې او د هغوی حقونه يې خوړلي دي.

د حميد الله په وينا: «زموږ ښځې عزت لري خو موږ چې کور کې نه يو دغه بنسټو والا راشي عکاسي ورڅخه وکړي وايي، موږ مرسته درکوو بيخي بې عزتي يې جوړه کړې اوس يو څوک شته که نشته چې د دغه خيريه بنسټونو مخنيوی وکړي، د خلکو پيسې دوی چور کړې، غلاوې دوی وکړې، زما لپاره يو چا ۲۰۰ ډالر ورته را استولي وو خو دوی ۱۰۰ راکړې او ۱۰۰ يې وګرځولې، مسلماني نو دغه ده.»

نموړی په بهرنيو هيوادونو کې له میشتو افغانانو غوښتنه کوي چې د خيريه بنسټونو پر ځای دې هيواد کې خپلو دوستانو ته مرستې راولېږي او له همدې لارې دې تر اړمنو کسانو پورې ورسوي‌.

حمیدالله د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې هغه خیریه بنسټونه چې جواز نه لري او د ویډیو په اخیستلو د خلکو بې عزتي کوي ژر تر ژره دې وتړي.

د یوه داخلي خیریه بنسټ له لوري د یوې کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته. انځور: خواله رسنۍ

په ورته وخت کې بیا د يوه شخصي خيريه بنسټ مسوول چې نه یې غوښتل نوم يې ياد شي وویل، چې ځينو خيريه بنسټونو ته له بهرنیو هیوادو څخه د مسجد، مدرسې، ښوونځي او بې وزله کورنیو ته د کورونو جوړلو لپاره په لسګونه زره امریکایي ډالر حواله شوي، خو د بې غورۍ او نه پاملرنې له کبله ټول حيف ‌ميل شوي دي.

دی ادعا کوي، چې کندهار کې د «لالا جان» په نوم د يوه خيريه بنسټ مسوول ته د مسجد جوړولو لپاره ۳۸۰ لکه پاکستانۍ کالدارې حواله شوي، خو په خبره يې چې يوازې يې ۳۰ لکه په مصرف رسيدلي او پاتې نورې یې ورکې شوي دي.

دغه راز هغه پر څو نورو خيريه بنسټونو لکه «کندهار پنس، افغان، لوی کندهار، ايمان، ماسک ميډيا، شارټ ميډيا، ځواب میډیا، ساجد، افغان کندهار، الحافظ، ابدالي او بشر دوست خيريه بنسټونو» تور پورې کوي چې د بې وزلو کندهاري کورنیو په سر ورته په لسګونه زره امریکايي ډالر راغلي خو ټول يې په خپلو منځو کې سره ويشلي دي.

د خيريه بنسټ دغه مسوول وایي، اوسمهال کندهار کې تر شلو ډير خيريه بنسټونه فعاليت ترسره کوي او يوټيوب ته تر ويډيو پورته کولو وروسته مرستې ترلاسه کوي.

د هغه له قوله: «زموږ نوم هم د دا غلو د لاسه بد دی، د غريبانو حق خوړل کېږي، بې عزتي يې کېږي، موږ د امنيې قومندانۍ سره پردې موضوعاتو څو ځلي بحثونه کړي خو د مخنيوي لپاره يې هيڅ اقدام نه دی شوی، اوس دوی خپل ترمنځ سيالۍ کوي او ترمنځ يې د غريبانو عزت لوټ کړی.»

هغه دا هم مني چې د خيريه بنسټونو زيات شمېر مسوولین بې روزګارو کورنيو ته تر مرستو رسولو وروسته له هغوی سره مرسته شوي پيسې نيمایي کوي.

د دې ترڅنګ د يوه بل خيريه بنسټ مسوول چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، چې دغلته یو شمیر کړۍ د خيريه بنسټونو په نوم فعالیت کوي او د خلکو په نوم راغلې پیسې په خپلو منځو کې سره ویشي.

په همدې حال بیا کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست مسوولین وایي، چې دغلته یې د خیریه بنسټونو فعالیتونه ځنډولي دي.

دوی وایي، چې په خيريه بنسټونو کې پراخ فساد، د بې وزلو سره بد چلند، د هغوی بې اجازې ويډيو کول او نوري ننګونې د دې سبب ګرځېدلي چې فعاليتونه يې بند کړي.

نه یوازې په کندهار کې بلکې په ټول هیواد کې د خلکو نیوکې دادي چې داخلي خیریه بنسټونه د ځانګړې تګلارې له مخې فعالیت نه ترسره کوي او هر یو په خپل سري ډول د ویډیو په کولو سره د کورنیو خصوصي حریم تر پښو لاندې کوي او ترڅنګ یې مرسته شوې پیسې هم ورته پوره نه رسوي.