انځور: خواله رسنۍ

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بشري مرستو پر ناعادلانه وېش د خلکو نیوکې

د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي د بشري مرستو په وېش نیوکه کوي او وايي، مرستې په عادلانه ډول پر اړمنو کسانو نه وېشل کېږي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی سید ابرابر چې د کورنۍ یواځینی سرپرست دی وایي، د خیریه بنسټونو او د نړیوالو مرستندویه موسېسو له لوري بشري مرستې د مستحقو کورنیو پر ځای د طالبانو پر پلویانو ویشل کېږي.

سید ابرار زیاته کړه: «زه د دولس کسیزې کورنۍ سرپرست یم، څه اولادونه مې خپل او څه راته د ورور یتیمان پاتې دي مخکې به مزدوري کیدله خو اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم؛ کومې مرستې چې دلته کېږي ټول واک یې د طالبانو په لاس وي او هغه کورنیو ته مرستې ورکوي چې د طالبانو پلویان، خپل خپلوان وي.»

ورته مهال د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکی محمد سلیم هم ورته شکایت کوي او وایي، کومې بشري مرستې چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام او ولسوالیو کې ویشل کېږي، د ویش په برخه کې یې بې وزله کورنیو ته څه ډول چې لازمه ده پام نه کېږي.

هغه پر ځایې طالب چارواکو نیوکه کوي او وایي، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ د طالبانو له لوري پر خپلو خپلوانو او پلویانو وېشل کېږي.

محمد سلیم زیاته کړه: «لغمان کې هم د خیریه بنسټونو او موسېساتو له لوري د خوراکي او نورو اړینو توکو مرستې طالبان پر خپلو کسانو ویشي، نورو عامو خلکو ته وایي، چې تاسې قرباني نه ده ورکړې او د همدې خبرې پر اساس زیاتره خلک له مرستو بې برخې پاتې کیږي. له طالبانو غواړو چې د مرستو په ویش کې دې ټولو خلکو ته یو شان پام وکړي او مرستې دې عادلانه وویشي.»

د ننګرهار او لغمان اوسیدونکي وایي، بشري مرستې د شخصي اړیکو پر اساس ویشل کېږي او مستحقو کورنیو ته نه رسیږي. انځور: خواله رسنۍ

بلخوا د نظر خاوند نوید احمدي په هیواد کې روان اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وایي، د طالبانو حکومت دې د مرستو د ویش په برخه کې د فساد له مخنیوي سره-سره پر داسې بنسټیزو پروژو کار پېل کړي، چې له مخې یې شته اقتصادي بحران پای ومومي.

احمدي زیاته کړه: «طالبان دې په هیواد کې د فقر او بې وزلۍ د مخنیوي لپاره پر بنیادي پروژو کار پېل کړي، ځکه که خلک په کار نه شي او شته وضعیت بدلون ونه کړي نو ولس به له زیاتو ستونزو او حتا له ناورین سره مخ شي. له خیریه بنسټونه او نورې مرستندویه ادارو هم غوښتنه کوو خپلې مرستې دې له افغانانو نه سپموي.»

نوموړی دغه راز اندیښنه لري او وایي، چې د مرستو په ویش کې د طالبانو دوه ګونی چلند به د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

په همدې حال کې ننګرهار کې طالب چارواکي د خلکو ادعاوې بې بنسټه بولي او وایي، په دغه ولایت کې د بشري مرستو په ویش کې هیڅ ډول فساد نشته دی.

ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رییس باز محمد وایي، ترسره کیدونکې مرستې د سروې پر اساس ویشل کېږي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې بشري مرستې په ناعادلانه ډول وویشي.

نوموړی زیاتوي: «مستحقې کورنۍ زیاتې او مرستې کمې دي، نو ځکه خو د خلکو نیوکې هم زیاتې شوي کومې مرستې چې ویشل کېږي ټولې د سروې پر بنسټ ترسره کېږي او مستحقو کورنیو ته لومړیتوب ورکول کیږي، هڅه کې یو چې د نورو موسېساتو سره په همغږۍ لا زیاتې مرستې بې وزله کورنیو ته برابرې کړو او دا هڅې دوام لري.»

د بشري مرستو د ویش په برخه کې پر طالبانو داسې مهال د خلکو نیوکې زیاتېږي، چې تازه سیګار نیوکه کړی چې د بشري مرستو ادارې د عاجلو بشري مرستو د ویش پر وخت شاوخوا اتلس میاشتې د خپلو همکارو او تطبیقوونکو موسېسو په اړه د څار یو لړ ځانګړي مقررات نه دي پلي کړي.

په راپور کې راغلي، چې د بشري مرستو د دفتر دا کار په دې معنی دی چې دې ادارې اتو غیر دولتي موسېسو او د هغوی قراردادیانو ته شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالره ورکړي چې ښايي اصلي خلکو ته نه وي رسېدلي.

راپور کې هغو اندېښنو ته اشاره شوې چې په ځینو دغو موسېسو کې طالبانو خپل کسان مقرر کړي یا یې په خپله دا موسېسې ایجادې کړي څو وکولای شي د امریکا له بشري مرستو د ځان په ګټه کار واخلي.