د روڼتیا د نړیوال سازمان راپور ته د طالبانو غبرګون؛ موږ فاسد شوي نه يو، نور هيوادونه شفاف شوي

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د روڼتيا د نړیوال سازمان راپور ته په غبرګون کې وايي چې په دې راپور کې د افغانستان د څلورو درجو کمښت د «زيات فساد» په معنا نه دی.

ښاغلي مجاهد نن مازيګر (سې‌شنبه، ۱۰ د سلواغې) پر ايکس ليکلي: «افغانستان له فساده خلاص هيواد دی. د روڼتيا د نړیوال سازمان په محاسبه کې افغانستان په ۱۶۲ مقام کې دی چې ښه ځای دی.»

ده زياته کړې: «دا چې افغانستان د تېر کال په پرتله څلور درجې لاندې راغلی، په دې معنا نه ده چې په افغانستان کې فساد زيات شوی، بلکې ښايي د نورو هيوادونو د شفافيت کچه لوړه شوې وي.»

د شفافیت نړیوال سازمان نن د ۲۰۲۳ کال پر مهال له فساد سره د مبارزې د نړیوال شاخص راپور خپور کړی دی.

له دې راپور سره سم، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د څلورو نمرو په بايللو سره څلور درجې کښته شوی او د نړۍ په کچه په ۱۶۲ مقام کې دی.

افغانستان د ۲۰۲۲ کال پر مهال څو درجې پورته تللی و او د ۲۴ نمرو په لرلو سره د نړۍ په کچه په ۱۵۰ ځای کې و.

د دې سازمان په وينا، ټيټې نمرې ښيي چې له فساد سره د مبارزې برنامه نشته او مدني ټولنه او رسنيزې ازادۍ ځپل شوې دي.

د روڼتیا د نړیوال سازمان په وينا، په اسيا او اقيانوس کې د نيوزيلينډ، سنګاپور، اسټراليا او هانګ کانګ په څېر هيوادونه مخکښ دي او له سخت وضعيت سره مخ هيوادونه چې استبدادي رژيمونه لري لکه شمالي کوريا، ميانمار او افغانستان د لړليک په پای کې دي او له بدترينو بشري کړکېچونو سره مخ دي.