د ننګرهار حوزوي روغتون کې د روغتیایي خدماتو له کموالي د خلکو شکایتونه

د ننګرهار حوزوي روغتون کې ناروغان او پایوازان د روغتیایي خدماتو له کموالي شکایت کوي او وایي، روغتیایي خدمات ټکني شوي او دا وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابیدو دی.

ابراهیم چې د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او خپله میرمن یې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته راوړې وایي، د ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یې د ناروغ د ابتدايي معایناتو امکانات نشته، نو ځکه خو ډاکټرانو د وسایلو نشتوالي له امله حوزوي روغتون ته د تلو خبره ورته کړې.

ابرهیم زیاتوي: «میرمن مې ناروغه ده دلته مې روغتون ته راوړې نن مې دویمه ورځ ده، هلته د ولسوالۍ په کلینیک کې هم د ناروغ لپاره درمل او نور امکانات نشته؛ دلته حوزوي روغتون کې هم ډاکتران د ناروغ سمه پالنه نه کوي درمل له شخصي درملتونونو اخلو او داسې ناروغ شته چې داکټران یې هیڅ پوښتنه نه کوي.»

یو شمیر ناروغان او پایوازان بیا په حوزوي روغتون کې د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي او په خبره‌ يې هغه ناروغانو ته زیات پام کوي چې د طالبانو پلویان او یا واسطه ولري.

خلک وایي د ننګرهار حوزوي روغتون کې د هغه چا ښه درملنه کېږي چې واسطه او یا هم زور ولري

محمد نسیم چې له لغمان ولایت څخه یې خپله ناروغه لور د ننګرهار حوزوی روغتون ته راوړې وايي، په روغتون کې درمل نشته او که وي ډاکټران یې پرې د پېسو په بدل کې پلوري او دغه راز یې هغه شخصي درملتونونو ته ورلیږي چې له نورو یې د درملو بیه لوړه وي.

نوموړی زیاتوي، چې ډېر کله سخت ناروغان د شپې لخوا روغتون ته راوړل کېږي، خو تر هغه‌ يې ډاکټران په اسانۍ پوښتنه نه‌کوي تر څو د ناروغ پایواز څو ځلې نوکریوال ډاکټر پسې ور نه‌ شي او یا واسطه ونه لري.

هغه دغه راز ادعا کوي چې تېره اوونۍ یې د کورنۍ یو ماشوم په یاد روغتون کې د ډاکترانو د نه پاملرنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او لامل یې پر وخت د ناروغ نه درملنه او داکسیجن نشتون یادوي.

محمد نسیم زیاته کړه :«په روغتون کې ټولې واسطې دي، ځکه داسې ناروغان ګورو چې اوس راغلي وي، خو واسطه لري ښه درملنه یې کېږي دلته دا زه نن څویمه ورځ ده راغلی یم د ناروغ پوښتنه مې نه کېږي او دغه ډول درمل هم کم دي او یا یې دوی نه ورکوي ټول درمل له بهره د شخصي درملتونونو راوړو او ډاکټران له مونږ او هم ناروغانو سره سم چلند نه کوي، د دوی د بې غورۍ له امله هره ورځ او شپه یو شمیر ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي غوښتنه کوو چې په روغتون کې دې د ناروغانو سمه پالنه او درملنه ترسره شي او ښه روغتیایي خدمات دې وړاندې شي.»

ناروغان وایي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې درمل نشته او اړ دي چې درمل له شخصي درملتونونو څخه واخلي

په ورته مهال د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، کم امکانات، د ډاکټرانو کموالی، د مسوولینو له لوري فساد او د طالبانو له لخوا په زور د دوی د پلویانو درملنه هغه لاملونه دي، چې له کبله یې په روغتون کې خدمات کم رنګه او پر دوی د خلکو نیوکې زیاتې شوي.

نوموړی دا هم مني چې ډیر کله په روغتون کې د تنفسي ناروغیو  ناروغ ماشومان او سپین ږیري د اکسیجن نشتون، کمو روغتیایي خدماتو او د شپې لخوا د ځینو نوکریوالو ډاکټرانو د غیر مسلکي چلند او بې غورۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل: «د ننګرهار حوزوی روغتون رییس پخپله بېسواده دی په اداره کې ډیر کم مسلکي کسان پاتې دي، طالبان زمونږ په چارو کې لاسوهنه کوي خپل خپلوان راته معرفي کوي او دغه راز که یې خبره ونه منو نو یا مو بې عزته کوي او یا مو له دندې ګوښه کوي، زیاتره ډاکټرانو له همدې امله دندې پرېیښي او کم تخصصي ډاکټران پاتې دي او دغه راز درملو کمښت هم شته پخوا به موسېساتو د درملو همکاري کوله، خو اوس کمه کېږي او هغه هم د ځینو مسولینو له لوري په پټه پلورل کېږي.»

ډاکټران وایي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې امکانات کم او د طالبانو د ناسم چلند له امله ډیری مسلکي کسانو خپلې دندې پرېیښي دي

نوموړی دغه راز زیاتوي، د طالبانو د بیځایه لاسوهنې د روغتیاپالانو په یوه او بل نوم د بدنامولو له امله ګڼ شمیر ښځینه وو او نارینه وو ډاکټرانو خپلې دندې پرېیښي دي.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د نورو برخو سربیره دې په روغتیایي برخه کې مسلکي کسان پر دندو وګماري او د دوی په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

په ورته مهال د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس امین الله شریف بیا د خلکو ادعاوې ردوي او وایي، د پخوا په پرتله یې په دغه ولایت کې روغتیایي خدمات ګړندي کړي دي.

نوموړی دغه راز وایي، په حوزوي روغتون کې شته امکاناتو او ډاکټرانو ته په کتو د ناروغانو تعداد زیات دی.

دی وايي، ډاکټران نه‌شي کولای چې په یو وخت د ټولو ناروغانو درملنه وکړي نو ځکه خو خلک شکایت کوي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې اکثراً وخت د هغو ناروغانو درملنه لومړی کېږي چې واسطه ولري وايي، له دې ستونزې څخه سترګې نه‌شي پټولی او کله کله طالب چارواکي پر ډاکټرانو فشار راوړي لومړی د هغوی د ناروغانو درملنه کېږي.

شریف زیاتوي: «د ننګرهار حوزوی روغتون ته د کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا او ځینې نورو ولایتونو ناروغان راوړل کېږي، خو دلته امکانات په دومره لویه کچه نه دي او دغه راز ناروغان زیات او داکټران هم کم دي، نو د دې ستونزې د حل لپاره کار کوو، وزارت ته مو هم پېشنهاد کړی د درملو او د تشکیل د زیاتوالي تمه ده تر ډیره دا ستونزه په نوي لمریز کال کې ختمه شي.»

نوموړی هغه ادعاوې هم ردوي چې ګواکې د ډاکټرانو د نه پاملرنې او درملو کمښت له امله ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا ځینو ډاکټرانو د طالبانو له ویرې خپل دندې پرېیښې دي.

د ننګرهار روغتیایي مسوولینو په خبره هغه امکانات چې اوس له وزارت څخه دې روغتون ته ورکول کېږي د ناروغانو لپاره بسنه نه‌کوي او غوښتنه کوي که چيرې د حوزوی روغتون ته تشکيلات او امکانات اضافه شي نو ټولې پرتې ستونزې به ورسره تر ډیره هوارې شي.

د ننګرهار اوسیدونکي او په ځانګړي توګه د لېرو پرتو سیمو خلک هم د روغتیایي خدماتو په برخه کې له ګڼو ستونزو شکایت کوي او په خبره ډیر کله د لارې واټن ډېروالي او د خرابو سړکونو له امله ناروغ تر ښاره نه رسېږي او په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په ورته مهال تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق (یونیسف) د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې په لسګونو زره کسانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې ژمی سخت دی، خو د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د ادارې د مالي مرستو پرمټ یې د هغو روغتیاپالانو ملاتړ کړی چې په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې چې یخنۍ ډیرې ځپلي، چارې مخته وړي.

یونیسف په خبره، دغو روغتیاپالانو په روان ژمي کې تر اوسه له درې لکه زیاتو کسانو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي دي.