پر افغان خاوره د هوایي بریدونو وروسته د پاکستان تازه مرستې ننګرهار ته راورسیدې

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وايي، په تورخم کې د پاکستاني مسوولینو له لوري د مرستو لس لارۍ چې مختلف خوراکي توکي پکې بار و، دوی ته وسپارل.

د تورخم کمیسار سید غازي الله هاشمي نن (یک شنبه، ۲۸ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پاکستان د مرستو دغه لارۍ پرون تورخم ته راورسېدې.

نوموړي زياته کړه، پاکستاني لوري ورسره د یادو مرستو د سپارلو پر وخت ژمنه وکړ، چې په راتلوونکي کې به هم له افغانانو سره ورته مرستې دوامداره ساتي او یواځې به یې نه پرېږدي.

دهغه په خبره چې وروستیو کې یې پاکستاني مسوولینو ته قناعت ورکړی چې د افغانانو سره دې سالمې اړیکې او هغه ډول ګاونډي توب وکړي چې د نړیوالو اصولو او قوانینو غوښتنه ده.

پاکستاني لوري هم د مرستو د سپارلو پرمهال ویلي، چې افغانان له یو بد اقتصادي وضعیت تېرېږي او دوی ژمن دي چې لاس ورته ورکړي.

د پاکستان هیواد نا انډوله سیاست او دوه مخي پر دغه هیواد د افغانانو باور کم کړی او هرڅه ته یې د شک په سترګه ګوري.