د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر: نړۍ له موږ سره مقابله کې ده

د ملا محمد عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وايي، چې د طالبانو حکومت د نړۍ او ګاونډیانو له ننګونو سره مخ دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه (۴ د غویي) په کابل کې د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې د نهم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه وويل: «افغانستان اوس مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دى، دنیا هم را سره په مقابله کې ده او له ګاونډیانو څخه هم ستونزې او تکلیف وینو چې ښکاره مثال یې څو ورځې مخکې پر خوست او کونړ برید دی.»

د طالبانو له خوا د کابل د نیولو اته میاشتې تیریږي، نړیوالې ټولنې لا هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دغې ډلې پر چارواکو بندیزونه لا هم پر ځای دي.

ښاغلي یعقوب پر افغانستان د پاکستان وروستيو بریدونو ته چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې لسګونه کسان ووژل شول په اشارې وویل چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو څخه هم ستونزې او تکلیفونه ګالي.

ملا یعقوب په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې طالبان به د افغانستان له دننه او بهر هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي.

دا لومړی ځل دی چې کابل کې طالبان د دې ډلې د بنسټګر د مړینې تلین لمانځي.

د ملا عمر مړینه په ۱۳۹۴ کال کې ښکاره شوه او ویل کیدل چې دوه کاله مخکې مړ شوی.  خو طالبانو څو کاله وروسته د هغه مړینه تایید کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نن ورځې په مراسمو کې وویل چې ملا محمد عمر مجاهد د نري رنځ له امله مړ شوی دی.  هغه د ملا عمر د مړیني ځای په ګوته نکړ، خو ویل کېږي چې د طالبانو بنسټګر په پاکستان کې مړ شوی دی.  مجاهد وویل، چې دوی غواړي راتلونکي نسلونه هم د ملاعمر لار ته دوام ورکړي.