لغمان کې د یو چک ډیم جوړولو چارې پېل شوې

اطلاعات روز: د لغمان الینګار ولسوالۍ اړوند په سنګره سیمه کې د اوبو یوې زیرمې «چک ډیم» د جوړولو چارې پیل شوې چې پشپړیدو سره به یې ۱۰ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.

د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې دا پروژه « غذا د کار په مقابل کې» پروګرام له لارې ترسره کیږي چې د سیمې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د لغمان لپاره د طالبانو د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وایي، د یادې پروژې په پلي کیدو سره به لس زره جریبه ځمکه خړوبه شي.

نوموړی وایي، د یاد چک ډیم د لومړۍ برخې کارونه به په یوه میاشت کې بشپړ او د دویمې هغې د پیلیدو لپاره هم هڅه کوي.

محسن  زیاتوي: «د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د اوبو د زېرمې(چک ډېم) دا پروژه غذا د کار په مقابل کې د پروګرام د لارې تطبيق کېږي، دغه چک ډېم د ۲۳۵ متره په اوږد والي دېوال، ۷ متره لوړوالی، ۳ متره پلن والی، ۱۶۰ متره په اوږدوالي او ۱۲۰ متره په عرض د اوبو د ذخيرې لپاره کاسه لري، چې په جوړېدو سره به يې شاوخوا ۱۰۰۰۰ لس زره جريبه ځمکه خړوبه شي او هم به ځایي سلګونه کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شي.»

د یادې پروژې د پرانیستې پرمهال لغمان کې د طالبانو والي ذین العابدین عابد ولسونو ته په دغه ولایت کې د متوازن انکشاف د رامنځته کیدو ډاډ ورکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې دغه پروژه دې د کیفیت له اړخه په اساسي توګه ترسره شي چې د اوږد مهال لپاره ترې ګټه واخلي.

عابد زیاته کړه:«د لغمان ولایتي اداره هڅه کوي چې په ټولو ولسوالیو کې د پروژو په برخه کې یو ډول متوازن انکشاف رامنځته کړي، چې له مخې به یې پروژې هم پلې شي او هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شي؛هڅه مو دا ده چې دا ډول پروژې په نورو ولسوالیو کې هم پلې کړو.»

ځایي خلک هم د یادې پروژې له پیل خوښ دي او وایي، په اقتصادي برخه کې  به ورته زیاته ګټه ولري دوی په دې پروژو کې د برخې اخیستنې سربیره له حکومت غواړي، چې د دا شان پروژو په پلي کیدو سره د شاړو ځمکو د ابادۍ لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

د لغمان ولایتي چارواکي داسې مهال په دې ولایت کې د بنسټیزو پروژو د پلي کیدو او په دې برخه کې د پلان خبر ورکوي چې، د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې خلک د متوازن انکشافي پروژو شکایت کوي او له حکومت په دې برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.