محب

د سولې پاتې پړاوونه دې کور دننه ترسره شي

حمدالله محب:

اطلاعات روز: د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وایي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد دننه تعقیب شي.

ښاغلي محب نن (شنبه، ۲۲ لیندۍ) په خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، دولت د طالبانو په خوښه د هېواد په هر ځای کې چې وغواړي، د خبرو تیاری ورته نیسي.

د ده په وینا: «دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی د هېواد هره سيمه چې طالبان پیشنهادوي، هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړ امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي.»

د ملي امنیت سلاکار وایي، په کور دننه د سولې خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه را منځ ته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي.

د ښاغلي محب په وینا، په دې کار سره به د مرکچي پلاوو غړي د هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نږدې او په سمه توګه خبر او له اضافي لګښتونو به مخنیوي وشي.

نوموړی په بهر کې د سولې خبرې ګټورې نه بولي. دی زیاتوي، په بهر کې سوله او سوله کوونکي د بیروني شرایطو تر اثر لاندې وي او د نوموړي په وینا چې دا ډول سوله افغاني ګټې نه خوندي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دا څو ورځې وړاندې د سولې خبرې دویم پړاو ته ننوتې دي. لومړۍ پړاو چې له دوو میاشتې ډېر وخت یې ونیوه، د همدې خبرو لپاره پر ۲۱ ماده ییزې کړنلارې هوکړه وشوه.

دویم پړاو کې پر اجنډا خبرې کیږي، خو لا تر اوسه په دې اړه د کوم تازه پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

که څه هم په نارسمي توګه درې اوونیو لپاره د دې خبرو د ځنډ خبر ورکړل شوی، خو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.