یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي نن (شنبه،۱۰ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیر ماښام د ننګرهار دره نورو ولسوالۍ اړوند په«سرګلک» سیمه کې ناپيژنده وسله والو د تاج محمد ملکزي په نامه د تیر حکومت د نظم عامې یو قومندان په ډزو وژلی دی.
د سرچینې د مالوماتو مخې نوموړی له جلال اباد خپل کور ته په لاره و، چې د وسله وال تر برید لاندې راغلی.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې هدفي وژنې او نورو جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.
