د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې دوه ځوانان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي

د ننګرهار په ښېوې یا کوز کونړ ولسوالۍ کې دوه د تره زامن کونړ سیند کې د لامبو پرمهال اوبو وړي، چې دواړه مړه شوي دي.

د دغه ځوانانو د کورنۍ یوه غړي نصیر احمد نن (شنبه، ۱۰ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د نورآغا او سهیل په نامه دغه دوه ځوانان چې د دره نور ولسوالۍ د«قلعه شاهي» اوسیدونکي دي تیره ورځ ماذیګر د کوز کونړ ولسوالۍ په «عبدالخیلو» سیمه کې د کونړ په سیند کې د لمبلو پرمهال اوبو وړي دي.

نوموړی وایي، تراوسه یې د یو تن مړی د خلکو په مرسته پیدا کړی او د هغه بل پیدا کیدو په هڅه کې دي.

کونړۍ سیند چې د ګرمۍ پر مهال یې اوبه زیاتې وي او خلک پکې لامبي، چې ډیر کله د ځوانانو د مړینې لامل کیږي او آن ځینې وخت یې مړې د کوزې پښتونخوا په تور بیلې ډیم کې پیدا کیږي.