طالبانو د جنرال رازق له مقبرې د موټرو تم ځای جوړ کړی

اطلاعات روز:د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزی له مقبرې څخه اوس د موټرونو تمځای جوړ شوی چې ورسره يو وخت یې د ګڼ شمېر پخواني سياستوالو غبرګونه هم راپارولي دې.

د جنرال رازق ورور عبدالخالق اڅکزي پر خپل رسمي فيسبوک پاڼه باندې د خپل ورور د مقبرې عکسونه خپاره کړي او ورسره يې ليکلي چې د جنرال عبدالرازق د زيارت له انګړ څخه اوس د موټرونو پارکينګ جوړ شوی.

هغه د طالبانو دغه ډول کړنې «توهين اميزه» او «غيري اسلامي» بللي او زیاتوي چې داسې کارونه به د افغانانو ترمنځ نور هم بې اتفاقي رامنځته کړي.

هغه طالبانو ته ګوت څنډنه کړې او ویلي یې دي، چې طالبان به د خپلو ټولو ناوړه کړنو پور ادا کوي او په راتلوونکي کې به د هر ډول منفي حرکت په بدل کي د‌ ‌دوی د سخت غبرګون سره مخ شي.

د‌ کندهار د‌ پخواني امنيه قوماندان ورور وايي، چې دوی او ملګري يې ارام ندي ناست او پر يو داسې تګلاره کار کوي چې د هرې ممکنې لارې ولس سره په ګډه خپله مبارزه پېل کړي.

په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د کندهار پخوانی استازی حمیدزی لالی هم د طالبانو دغه ډول کړنې غندې او وايې چې د دوی له پاره د منلو وړ نه دي.

هغه وايې، چې د طالبانو دغه ډول کړنې دوی او ملګرو ته یې د قبول وړ ندي او ډېر ژر به د طالبانو دغه ډول کړنو ځواب ورکړي.

و مو غوښتل چې په دې اړه کندهار کې د طالبانو د مسوولينو نظر هم له ځان سره ولرو خو له ډېرو هڅو سره بیا هم بريالي نه شولو.

وروسته له هغې چې د احمدشاه مسعود مقبرې ته څیرمه د طالبانو اټن کول په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را وپارول اوس د جنرال رازق مقبرې ترڅنګ د موټرو تم ځای جوړیدل د سختو نیوکو سره مخ شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته