کندهار کې پر قیلون بندیز ولګید

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې طالبانو په کافي شاپونو کې پر قيلون څکولو بندیز لګولی دی.

وروسته له هغې چې په کندهار کې داسې اوازې خپرې شوې چې په دغه ولايت کې د طالبانو د ولایت مقام او امر بالمعروف رياست پر کافي شاپونو بنديز لګولی اوس مسوولين دغه خبر ردوي او وايې چې يوازې يې پر قيلون (چلم) څکولو بنديز لګولی دی.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د والي وياند مولوي محمود عزام اطلاعات روز ته وويل، چې تراوسه د دوی له خوا پر کافي شاپونو کوم بندیز نه دی لګېدلی خو په کاپي شاپونو کې يې د قيلون څکول بند کړي.

په کندهار کې د طالبانو مسوول چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې ډېری ځوانان د قيلون څکولو له لارې په نورو نشه‌يي توکو روږدي شوي نو ځکه يې ياد اقدام ترسره‌ کړ.

دغه مسوول چارواکي وايي، ټول ځوانان کولای شي چي کافي شاپونو ته د بانډار او خوراک کولو لپاره ولاړ شي.

د‌دوی په وينا، «موږ ځکه دغه اقدام ترسره کړ چې د ډېرو ځوانانو کورنيو په ځلو ځلو شکايت کړی چې ځوانان يې په کافي شاپونو کې په چلم اخته شوي، ډېری هغه کسان چې په خطرناکه نشه‌يي توکو اخته شوي پيل يې له چلم څخه و.»

په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي هم د طالبانو د دغه ډول کړنو ستاينه کوي او زياتوي، چې دا به د ټولنې پر ټولو قشرونو باندې مثبته اغيزه وکړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په کندهار کې ډېری ځوانان او ماشومان په قيلون څکولو روږدي شوي چې دغه چارې خلک سخت اندیښمن کړي.